پکتيکا: د خوشامند ولسوالۍ امنيه قومندان د سيمه ييز بازا د ویجاړولو امر کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۱)

د پکتيکا ولايت د خوشامند ولسوالۍ امنيه قومندان یار محمد شينواري د يادې ولسوالۍ د مرکزي بازار د ویجاړولو امر کړی دی.

د قومندان یارمحمد له خوا د سيمې خلکو ته په ليږلې مکتوب کې ويل شوي چې د نوي کلي ټول دې سبا ته د دوشنبې په ورځ د يادې ولسوالۍ د بازار ویجاړولو لپاره ځانونه حاضر کړي.

ځايي اوسيدونکي وايي، دوی په سيمه کې همدا یو بازار لري چې د خلکو مشکلات يې حل کړي او که دغه بازار هم ونړول شي نو ډيری خلک به بې کاره شي.

د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو غوښتنه کړې چې د امنیه قومندان د یادې کړنې مخنيوی دې وشي او که نه دوی به يې پرضد لاريون وکړي.

هغه مکتوب چې د یادې ولسوالۍ امنيه قومندان له خوا خلکو ته ليږل شوی :

(د خوشامند ولسوالۍ د قومندانۍ له طرفه هدایت، د نوي معمورخيل کلي ته خبر ورکول کيږي چې سبا په ”        ” تاريخ سهار نهه بجې ټول کليوال د هر کور ځان حاضر کړي، د غير حاضرۍ په صورت کې د نفر په سر دوه زره افغانۍ جريمه ده او د تراکتور په سر پنځه زره افغانۍ جريمه ده، بيا د شکايت حق نه لري. قومندان یار محمد شينواری).

تر اوسه معلومه نه ده چې ياد بازار د څه لامله نړول کيږي خو تر دې مخکې هم ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې بازارونه، هټۍ او دوکانونه نړولي دي.

ګډو ځواکونو د روان کال په جنوري مياشت کې د هلمند په ګرمسير ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال سيمه ييز بازار ویجاړ کړ او تر هغې څو مياشتې مخکې يې په تخار ولايت کې د څو ولسواليو د ولسونو بازار نړولی و.

عامو خلکو ته د قومندان ليږلی لیک

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button