پوهنې وزارت امنیتي ځواکونو ته: ښوونځیو ته نږدې پوستې لیرې کړئ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۱)
د پوهنې چارو وزارت په امنیتي ځواکونو غږ کړی، چې ښوونځیو ته نږدې پرتې او د ښوونځيو ودانيو کې دننه پوستې دې لېرې کړي.
پوهنې وزارت له امنیتي ځواکونو دا غوښتنه وروسته له هغه کړې، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ملا نوح بابا په مکتب هاوان لګیدلی او ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د سیمې د خلکو په وینا چې دا هاوان مکتب ته له یو یوې نږدې پوستې څخه راوار شوی وو.
د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت د جګړې له ښکیلو خواوو غوښتي، چې د معارف اړوند کسانو ته زیاته پاملرنه وکړي.
د غزني ولایت چارواکو هم په مکتب د برید تائید کړی او د دې ولایت ویاند ویلي، چې په مکتب برید به د خلکو مینه له معارف او حکومت سره راکمه کړي او تر منځ به یې واټن زیات شي.



