دافغانستان ۵۲ سلنه وګړي په فقر کې ژوند تېروي

کابل ټکی کام ( یک شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۸ ل)
د افغانستان د مرکزي احصایې د راپور له مخې په یاد هېواد کې تر نیمایي ډېر خلک په سخته تنګ لاسي او فقر کې ژوند کوي. راپورونه وایي چې نږدې ۵۲ سلنه خلک له لوږې سر ټکوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. ددغې ادارې مشر احمد جاوید رسولي نن په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل، په دې اړه د رپوټ چمتوکولو لپاره د زدکړو وضعیت، روغتیا، د ژوند کولو ستنډرډ، کاروبار او امنیتي تاثیراتو په برخه کې د افغانانو ژوند ارزول شوی دی. په ورته وخت کې د اقتصاد وزیر مصطفی مستور هم په دې مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کلونو راپورونه ښیي چې د فقر کچه ۵۴،۵ ته رسېدلې ده. هغه وویل ددې فقر یو لامل دا دی چې د افغانستان څه باندې شپږ میلیونه وګړي غیر فعال دي او هیڅ ډول کاروبار نه کوي.
یادونه باید وکړو چې داوسني ولسمشر دانتخاباتي شعارونو څخه یو شعار همدا وو چې دفقر جنازه به له افغانستان څخه باسم، خو داحصایې له مخې اوسني حالات ډېر ځورونکي دي دهېواد لوړه سلنه ځوانان مو جګړو اومهاجرت وځپل، هره ورځ شتمن خلک تښتول کېږي او وژل کېږي، دڅېړونکوپه باور دا دافغانستان په تاریخ کې اول ځل دی چې دفقر، مهاجرت، اوجګړو له امله په دومره لوړ تعداد افغانان له یو ځورونکي حالت سره مخ کېدونکي دي.



