د عامو خلکو وژل به امریکا او د کابل ادارې ته کومه ګټه ورسوي؟

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ملکي تلفات اوج ته رسیدلي او د دې ترڅنګ زموږ دیني مقدسات هم بمباردیږي او نړول کیږي

له څو اونیو راهیسې به ډېره کمه داسې ورځ پېښه شوي وي، چې موږ او تاسو به د ملکي تلفاتو خبر نه وي اورېدلی

تېره ورځ هم د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ملا نوح بابا په لیسه د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله چې د سیمې د خلکو په وینا مکتب ته نږدې پوستې وار کړی وو، ۲۱ تنه بېګناه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې څلور تنه یې ماشومان دي

د ملکي تلفاتو دا له زغمه وتلې پېښې ټولې په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې د طالبانو او امریکایي لوري تر منځ د روانې ۱۸ کلنې جګړې په سوله ییز حل خبرې اترې روانې دي؛ نو له یوې خوا مذاکراتو ته د امریکا لېوالتیا او بل طرف ته داسې وحشتونو ته زور ورکول چې د مذاکراتو په نقیض جهت کې قرار لري؟ په څه مانا؟

آیا دغه عام وژنه او اسلامي مقدسات تر فوځي هدف لاندې نیول به په روانو مذاکراتو څه منفی أغیز ولري او کنه؟

امریکا او د کابل ادارې ښایي دا فکر کړی وي، چې د ملکي خلکو د وژلو له لارې به په طالبانو فشار راولي او په طالبانو به د خبرو پر میز د دې فشار په نتیجه کې هغه څه ومني، څه یې چې تر اوسه نه منل، چې یو یې د کابل ادارې سره له ناستې انکار یادولی شو

خو امریکا او د کابل اداره باید پوه شي، چې طالبان که د داسې ناروا فشار تر اغیز لاندې راتلای نو دا ۱۸ کاله به یې د سر په بیه مبارزه نه وه کړې او دا هم باید له یاده ونه باسي چې دا ولس په وژلو نه خم کیدای شي او نه هم ختمېدای، بلکې امریکا او د کابل اداره دې د بېګناه افغانانو په وژلو کې خپل زوال وګوري

د افغانستان ولس په دین مین او مذهبي ولس دی، د ګډو ځواکونو لخوا دیني مقدساتو لکه جمات او مدرسو ته سپکاوی به د دې ولس لپاره هېڅ د زغملو وړ نه وي. که څه هم امریکا او د کابل اداره دا ډول کړنې لکه مخکې مو چې یادونه وکړه د دې لپاره کوي، چې د خبرو پر وخت کې یې د یو فشار په ډول استعمال کړي خو ښایي داسې اعمال د مذاکراتو روان بهیر په ټپه ودروي او طالب به دیني مقدساتو ته د سپکاوي په صورت کې هېڅکله له امریکا سره خبرو ته دوام ورنه کړي

د کابل ادارې په اصطلاح امنیتي ځواکونه (چې په شپنیو عملیاتو کې تر امریکایي ځواکونو په وحشت کې ځان کم نه راولي) باید په دې سر خلاص کړي، چې یو څوک له چا څخه ۱۸ کاله سره له دې چې د هغه هرې ناروا خبرې ته یې د “هو” سر خوځولی وي، خوشاله نه شي؛ نو بیا دې دا تمه نه کوي چې د تلو په وروستۍ شېبو کې دې  امریکا د خپل ولس په وژلو خوشاله کړي بلکې نور به هم هغوی ته خپل ارزښت له لاسه ورکړي

امریکا او افغان حکومت دې د ملکي خلکو له وژلو او ربړولو څخه لاس واخلي کنه د خپلې رسوایۍ او ذلت دا دروند پېټی او بار به نور هم دروند کړي. او دا خبره دې هم له ذهنه وباسي، چې د ملکي خلکو وژل به ممکن له دوی سره د خبرو پر مېز کومه مرسته وکړي، بلکې نور به هم حساسیتونه راوپاروي او د نه جبیره کېدونکي تاوان او نقصان حاملین به شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button