له نيمايي زيات افغانان په لوږه کې ژوند کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۲)

په افغانستان کې د احصايې او معلوماتې اداره وايي، د دوی له خوا په ترسره شوې سروې کې داسې نتايج په لاس ورغلي چې لا هم له نيمايي زیات افغانان د فقر او لوږې سره مخ دي.

د يادې ادارې د سرورې له ترسره کولو وروسته په راپور کې راغلي، دا مهال ۵۲ سلنه افغانان په لوږه کې ژوند کوي چې په دې کې اته پنځوس سلنه بېوله او له اتلس کلونو کم عمره کوچنيان دي.

د سروې له مخې، په پلازمينه کابل کې د بېوزلۍ کچه ټيټه (دولس سلنه) کيږي خو بادغيس د نورو ولايتونو په پرتله تر ټولو زيات فقر سره مخ دی چې نږدې ۸۱ سلنه ته رسيږي.

د يادې ادارې معين حسيب الله مؤحد وايي، د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې بېوزلۍ منفي تاثير کړی او په دې اړه عملي شويو تګلارو هيڅ ګټه نه ده کړې.

په عين حال کې نړيوالو مرستندويه بنسټونو د افغانانو په فقر اندېښنه ښودلې او په سويلي اسيا کې د ماشومانو د ملاتړ بنسټ (يونېسيف) مشره جين ګاوف ويلي، (مونږ افغانستان کې د بېوزلۍ په لوړوالي، په ځانګړي ډول د ماشومانو د فقر په اړه چې ۶۰ سلنه ته رسيږي اندېښمن يو).

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي يووالي حکومت مشرانو د خپلې واکمنۍ پله لومړيو کې د بې وزلۍ، فقر، او بې کارۍ د ختمولو په اړه ډيرې ژمنې کړې وې خو لا هم له نيمايي زیات افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او لسګونه زره نورو د بې کارۍ له امله خپل هيواد پريښی او نورو هيوادونو ته په قاچاقي لارو تللي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button