ويسا: د طالبانو د له منځه وړو خبرې بازار نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۲)

له کابل څخه خپريدونکې ويسا ورځپاڼې د “د جنرال دوستم تکراري رجزونه ” تر عنوان لاندي په سرمقاله کې د ولسمشر د لومړي مرستيال دوستم  هغو خبرو ته اشاره کړې چې نوموړي په بلخ کې خپلو پلويانو ته ويلي و که (امنيت  شورا اجازه راکړي له ټول  هيواده به طالبان ورک کړم) زیاتوي دا د هماغه لاپو تکرار دی چې درې کاله مخکې يې په فارياب او جوزجان کړې وې چې بيا له ناکاميو او مرګونو سره ناهيلی کابل ته ستون شو.

د ورځپاڼې په باور، یادې څرګندونې که د ارګ په تفاهم او یا که د جنرال دوستم خپلې وي نو په وينا يې اوس ډيره ناوخته ده چې دوی طالبان په جګړه کې ختم کړي.

د ويسا په خبره، ټول هيواد يوې خواته کړه یوازې په شمال کې د طالبانو ختمول نه شي کولای زياتوي دا چې دا مهال د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې لپاره مذاکرات روان دي، د سولې هيلې زياتې شوي “د جګړې او طالب له منځه وړو خبرې ډير بازار نه لري او نه دا د وخت له غوښتنو سره اړخ لګوي”.

ويسا ليکي، له جنرال دوستم نيولې تر اسدالله خالد او امرالله صالح پورې په تيرو اتلس کلونو کې ازمويل شوي، دوی د جګړې قومندې، استخباراتي ځواکونه، د نړۍ پرمختللې وسلې او وسائل ورسره و او لسګونه زره بهرنيو پوځيانو يې ملاتړ کاوه خو بيا يې هم په هيواد کې امن رانووست او نه به يې له دې وروسته راولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button