کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ ل )
افغانستان ته د امریکا دځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له راتګ سره سم دګډ دولت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» د ولایاتو په سفر وتلی.
د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپاره شوي خبر کې راغلي چې «حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت د ارشد امنیتي سلاکار په ملتیا د نورستان او کونړ ولایتونو ته په سفر تللی».
اعلامیه زیاتوي « محب د یادو ولایتونو له مسئولینو سره د امنیت په ښه کېدو غږېدلی او هلته یې مېشتو ځیني دولتي عسکرو ته د ستاینې مډالونه او دولتي نښانونه ورکړي».
حمدالله محب داسې مهال له پلازمېنې کابل څخه ولایتونو ته په سفر وځي چې؛ هم مهاله د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» کابل ته رارسېدلی او له افغان چارواکو سره یې ناستې کړي دي؛ کابل ته د خلیلزاد تر راتګ وړاندې ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې خلیلزاد شاید د حمدالله محب شتون په غونډو کې ومني او د نوموړي د شتون له امله رسمي لیدنې لغوه کړي.
یاده دې وي چې؛ بهرنیانو په «زلمي خلیلزاد» باندې تر نیوکو وروسته له حمدالله محب سره لیدنې لغوه کړې، همدا نن هم رسنیو داسې راپورونه ورکړل چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ میلر» د حمدالله محب د شتون له امله په «دفاع وزارت» کې جوړه شوې غونډه ترک کړې.
دا ناندۍ وروسته ترهغې اوج ته ورسېدې چې دملي امنیت سلاکار حمدالله محب خلیلزاد دافغانستان په قضیه کې په شخصي ګټو تورن کړ چې تر اوسه دامریکايي چارواکو له سختو انتقادونو اوبندیزونو سره مخ دی.


















