امریکايي سناتور: بايد پر ټرمپ فشار زيات شي څو له افغانستانه د ځواکونو ايستلو عملي ګام واخلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۳)

امريکايي سناتوران وايي، په امريکا کې دواړه مخکښ ګوندونه دې په ټرمپ زور راوړي څو له افغانستانه د ځواکونو ايستلو لپاره عملي ګام واخلي.

د دیموکرات ګوند سناتور روخانه وايي، دواړه ګوندونه دې په خپلو منځونو کې له اختلافاتو تير او د دې لپاره دې کار وکړي چې له افغانستانه امریکايي عسکر راوباسي.

نوموړي ويلي، له دې وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کيدل د امریکا په ګټه نه دي او که عسکر زيات شي هم د افغانستان وضعيت کې به هيڅ ډول بدلون رانوستلای شي.

هغه ويلي، په افغانستان کې د عسکرو په ډيرولو سره نا امني او جګړه لا تونديږي په وینا يې اوس د دې وخت دی چې دغه جګړه بايد له سياسي لارو حل او امریکايي عسکر سلامت خپلو کورونو ته ستانه شي.

په وروستيو کې د امريکا سياستوال، شنونکي او د سياسي ګوندونو غړي په افغانستان کې د امریکايي عسکرو له پاتې کیدو سره مخالفت شوي او غواړي چې څومره ژر کيدلای شي امريکا له دغه هيواد خپل عسکر راوباسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button