لیکوال :شهاب لیوال
تیر څلویښت کاله افغانانو ته له ستونځو ،کړاونو ،مرګونو او دردونو ډک کلونه وه چې دهر افغان په زړه یې تور داغ لا پاتې.
روسان دافغان کمونستانو په ملتیا ددې په تکل زمونږ هیواده رادانګلي وه چې ګواکې دا خاوره دې دجماهر شوروي دایمي مستعمره کړي.
روسانو کله چې افغانستان ته خپل پوځیان دننه کړل هاخوا ترې ونه وتل بلکې دلته (افغانستان)کې تار او مار شول.
روسان نه یواځې داچې خپل موخو ته ونه رسیدل بلکه دنړۍ له قدرت او سیاست دتل لپاره ګوښه شول -له همدې وجې اوس کوښښ کوي چې له افغانانو سره ښې اړیکې وپالي .
امریکا هم ورته خطا تکرار کړه دوي ځان ته ځیرک او هوښیار ښکاریدل -او فکر یې کاوه چې افغانستان به دتل لپاره د دوي تر انحصار پاتې شي .
امریکایانو – دلته له هر شته امکاناتو لکه بربنډي ،فحشا ،د ښځو حقوق ،مدني فعالیت ،د ډالرو ویش او میډیا کار واخست او همدا شان په فکري جګړو یې ډیره قوي پانګونه وکړه ،چې تر یو حده یې بې وسه او نالوسته ولس ځان ته مات کړ.
خو په ټوله کې افغان غیرتي ولس لکه څنګه چې روسانو ته یې دا هیواد سور تنور جوړ کړی وه ،همداشان امریکایانو باندې یې هم رڼا ورځ توره شپه کړه ،آن تر دې چې له ځانونو یې بمونه وتړل خو امریکا ته یې لبیک ونه ویل ،داشغال او استعمار شومې لومې یې وپیژندې او په مقابل کې یې سخت او کلک مقاومت وکړ.
لله الحمد نن مونږ او تاسو ټول شاهدان یو چې امریکا ماتې ته مجبوره شوه ،په سوشیل میډیا کې یې اقرار وکړ چې په افغانستان کې یې ماته خوړلې.
امریکا -له هیواده په تیښته ده. دا یو عظیم چانس ده چې ټول هیوادوال سره راغوند او په یو پوره<اسلامي او ملي> نظام اجماع وکړي .
د تیر جهاد تیروتنه تکرار نه شي ،ټولو ته سیاسي او ملي بښنه وشي ،له خپلمنځي ،سمتي ،قومي او مذهبي کرکو ډډه وشي ان شاءالله د تیرو څلور لسیزو زخمونه به مو پتۍ او دردیدلی ولس به مو د آرام ساه واخلي.
حدود اربعه به مو خوندي وي ځوانان به مو د پردیو دموخو ښکار نوي ،معادن به مو نه کیږي ،د غرب له فکري اوفرهنګي جګړو به خوندي یو، که له تیرو تیرو شو او ټول سره یو موټی او خپل هیواد لپاره په ګډه کار وکړو.


















