فارياب: د ګډو ځواکونو بمبار ملکيانو ته دروند مالي او ځاني زيان اړولی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۳)

د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې امريکايي ځواکونو د شپنيو عملياتو او بمبارۍ په ترڅ کې ملکي خلکو ته دروند مالي او ځاني زيان اړولی دی.

راپورونه وايي، دغه عمليات د يادې ولسوالۍ مربوط په شاخ سيمه کې شوي چې پر مهال يې د عملياتي عسکرو له خوا درې د مبايلونو دوکانونه چور شوي، شپږ ملکي کسان يې له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.

ځايي اوسېدونکي او طالبان وايي، د عملياتو پر مهال پر يوه کور بمباري شوې چې په ترڅ کې يې کور ويجاړ شوی پنځه ماشومان، دوه ښځې او دوه نارينه چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي وژل شوي.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې لړۍ تونده شوې چې هره شپه پکې لسګونه ملکيانو ته درانده مالي او ځاني زيانونه اوړي خو تر اوسه حکومت، بشري ادارو او ملګرو ملتونو يې د بنديدو په اړه لازم اقدامات نه دي کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button