د اشرف غني او خليلزاد تر منځ اړيکې ترينګلي شوي

راپورتاژ: عبدالرحمن
وروسته له هغې چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په اړه توندې څرګندونې وکړې د دواړو هيوادونو او په ځانګړي ډول د اشرف غني او خليلزاد تر منځ اړيکې ترينګلي شوي دي.
حمدالله محب څه موده مخکې ويلي و چې زلمی خليلزاد د سولې خبرو کې افغان حکومت څنډې ته کوي او د خپلو ګټو لپاره د لنډمهالي حکومت جوړولو هڅه کوي څو خپله يې مشري وکړي.
له هغې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري محب احضار کړای شو، د هغه څرګندونې يې رد کړې او دغه راز د یاد وزارت مرستيال ډيويډ هيل له لوري ورته وويل شول ، (پر خليلزاد بريد د امريکا پر خارجه وزارت بريد دی چې بايد ډډه ترې وکړې).
امريکا پر حمدالله محب د ويزې بنديز ولګاوه او همدارنګه ويې ويل چې د امريکا هيڅ کوم چارواکی به له دې وروسته د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب سره ونه ګوري.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته راغی چې په همدغه ورځ حمدالله محب د ولايتونو پر سفر وليږل شو.
پرون د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې وويل شول چې «حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت د ارشد امنیتي سلاکار په ملتیا د نورستان او کونړ ولایتونو ته په سفر وتلی».
په داسې حال کې نوموړی په دغه سفر وتلی چې پرون خليلزاد د ځينو افغان چارواکو سره ليدنې وکړې او له دې وړاندې ويل کيدل چې ښايي د حمدالله محب په شتون کې زلمی خليلزاد خپلې غونډې لغوه کړي.
خليلزاد پرون د اشرف غني په ګډون په کابل کې له ګڼو افغان چارواکو سره وکتل او په خپله فسبوک پاڼه يې وليکل: (ډير خوشحاله یم چي په کابل کې یم. ما نن سهار د هغو افغان چارواکو سره وکتل چې د سولې په برخه کې مسولیت لري…د رحیمي او داودزي په شمول. موږ پر دې باندې بحث وکړ چې د بین الافغاني ډایالوګ په اړه پرمختګ کول عاجل او ضروري دي.)
د اشرف غني او خلیلزاد تر منځ اړيکې تر دې اندازې ترينګلي دي چې نه خلیلزاد په خپل ټویټ د اشرف غني نوم اخيستی او نه ارګ د خليلزاد بلکې ارګ په خپل ټويټ کې ليکلي، مونږ د امريکا د سولې له هيئات سره وليدل خو د خليلزاد د نوم یادونه يې نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکا د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان دفاع وزارت کې له هغې غونډې وتلی چې حمدالله محب پکې ګډونوال و.
پرون د امریکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه مطلب کې ليکلی و چې د حمدالله محب څرګندونو په عامه توګه او په ځانګړي ډول په امریکا کې داسې وضعيت راوستی چې د اشرف غني حکومت يې د منزوي کولو له خطر سره مخ کړی دی.



