غزني: طالبانو د يونيفورم په ګډون ښوونځيو ته ځانګړي اصول وړاندې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۳)
د غزني د ولايتي شورا غړی حسن رضا يوسفي وايي، طالبانو په دغه ولايت کې تر خپلې ادارې او حاکميت لاندې سیمو کې ښوونځيو ته ځانګړي اصول ايښي دي.
د یوسفي په وينا، د طالبانو د معارف څانګې مسؤولينو ښوونځيو ته ويلي چې زده کوونکي به سپين کالي اغوندي، سپينه خولۍ به په سر کوي، نجونې به سپينې جُرابې نه پښو کوي، په حجاب کې به وي، تور کالي به په تن کوي او ټول زده کوونکي به په افغاني لباس کې ښوونځيو ته ځي.
راپور زياتوي، طالبانو د نوي تعليمي کال له پيل سره په غزني کې ښوونځيو ته او په ځانګړي ډول په خواجه عمري او جغتو ولسواليو کې دغه اصول وړاندې کړي دي.
دغه راز د غزني اوسيدونکی ذاکرالله وايي، د خواجه عمري په ښوونځيو کې چې کوم ښوونکي مقرريږي نو بايد په امتحان کې د طالبانو د معارف له ادارې بريالی شي.
په عين حال کې د غزني د پوهنې رئيس محب الله انصار بيا وايي، د طالبانو له خوا یاد اصول د پوهنې په بهير منفي اغيز نه کوي په وينا يې (هغه لباس چې د طالبانو له لوري وړانديز شوی. اسلامي او افغاني لباس دی، د افغانستان په کليوالو سيمو کې اغوستل کيږي).
دغه راز انصار وايي، په جغتو ولسوالۍ کې تر دولسم ټولګي پورې د نجونو او هلکانو ګډ ټولګي و چې طالبانو ورته د نجونو او هلکانو ټولګيو د بيلولو امر کړی دی.



