کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۸ ل)
دافغانستان دقضيې دحل لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ځایي اوسېدونکو، اومخورو مشرانو سره د لیدنې په موخه کندهار ولایت ته رسېدلی .
نوموړی به هلته په دې لیدنه کې د سولې د روانو خبرو په اړه د خلکو نظریات وپوښتي. سیمه ییز چارواکي وایي، خلیلزاد اوسمهال کندهار کې د ځایي خلکو په لیدنه بوخت دی. د چارواکو په خبره خلیلزاد خپلې لیدنې د کندهار په هوایي ډګر کې پیل کړې دي او ښایي ښار ته لاړ نه شي. نوموړی به په دې سفر کې له ولسي مشرانو، د مدني ټولنو له استازو او د جنوبي ولاتیونو د ولایتي شورا له رییسانو او قومي مخورو سره جلا جلا کتنې وکړي.
یادونه باید وکړو چې دګډ دولت دملي امنیت سلاکار له وروستیو نیوکو وروسته زلمي خلیلزاد دحکومت پرځای له قومي مشرانو اوسیاسي څېرو سره خپلې کتنې ډېرې کړي، اوحکومتي واکمنان یې له نظره غورځولي، نوموړي پرون دولسمشر ترڅنګ له ګڼو نورو سیاسي څېرو سره ناستې کړې دي، چې په خپله ټوېټر پاڼه یې خبر ورکاوه، خو دولسمشر له لېدنې یې خبر ندی ورکړی، داسې ښکاري چې دحکومتي چارواکو اودامریکايي مذاکراتي ټیم اختلافات اوج ته رسېدلي.
















