فاریاب: شپنيو عملياتو کې دوه امریکايي عسکر او دوه طالبان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۳)
تيره شپه ګډو ځواکونو د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې عمليات کړي چې د طالبانو په وينا د دوی له وسله وال غبرګون سره مخ شوي او امريکايي عسکرو ته پکې مرګ ژوبله وښتې ده.
طالبانو کابل ټکی کام ته په ليږلې خبرپاڼه کې ويلي، پر هغو امريکايي او داخلي عسکرو يې بريد کړی چې د يادې ولسوالۍ شاخ سيمې ته د عملیاتو په موخه راغلي و.
خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د بريد په ترڅ کې دوه امريکايي عسکر وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.
خبر زياتوي، په دغه جګړه دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
که څه هم مخکې طالبانو ته د بهرنيانو له لوري په شپنيو عملياتو کې ډيره مرګ ژوبله اوښته خو په وروستيو کې طالبانو د شپي دوربينونو او ليزري وسلو ته لاس رسی پيدا کړی چې د بهرنيو ځواکونو ډیری شپني عمليات له ناکامۍ سره مخ کيږي او هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو د خپلو عسکرو د وژل کيدو يا ټپي کيدو په اړه څه نه دي ويلي.
خو ډير کله بهرنيان د خپلې پاليسۍ له مخې خپلو عسکرو ته اوښتي تلفات پټ ساتي او يا يې ډير وروسته په ډاګه کوي.
له بله پلوه د قیصار اوسيدونکي وايي، په بيګانيو عملياتو کې د بهرنيانو هوايي الوتکو پر يوه کور بمباري کړې چې د ښځو او ماشومانو په شمول د يادې کورنۍ نهه تنه غړي پکې وژل شوي دي.



