دناتوغړي هېوادونه روانه میاشت دافغانستان په اړه غونډه کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۸ل)

د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران روانه میاشت د افغانستان د وضعیت د ارزونې او د سولې د روانو مذاکراتو په موخه  غونډه کوي.

دغه ناسته چې تمه ده د روانې میاشتې په «۱۵» نېټه د امریکا په نیویارک ښار کې وشي؛ د ناټو سر منشي «ینس سټولتنبرګ» یې په اړه وايي « د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به ددې غونډې غړي له تروریزم سره د مبارزې او د سولې په روانو خبرو کې د ناټو د رول په اړه وغږيږي».

ینس زیاته کړې چې، د امریکا له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره یې د افغان سولې په اړه څو ځلې خبرې کړې او  د ناټو سازمان له یادو خبرو بشپړ ملاتړ کوي.

د ینس په وینا، ناټو له امریکا سره افغانستان ته یو ځای راغلې اوس که د افغانستان په اړه هره پریکړه کېږي په ګډه به یې تصمیم نیول کېږي؛ هغه که د نظامي حضور د دوام په اړه وي یا هم د پای ته رسېدلو په اړه.

یاده دې وي چې؛ ناټو داسې مهال د امریکا له لوري له طالبانو سره د روانو مذاکراتو ملاتړ اعلانوي چې ګډ حکومت له دې مذاکراتو سره ژور مخالفتونه  لري؛ څه موده وړاندې د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» یاد اختلافونه رسنیز کړل او د امریکا په ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» یې توندې نیوکې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حمدالله محب ددې څرګندونو په غبرګون کې احضار او له نوموړي سره یې هر ډول اړیکې وشلولې، هماغه مهال ځینو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړل چې امریکا له ناټو غوښتي څو له محب سره ورته عمل وکړي.

یاده دې وي چې؛ له امریکا او ناټو سره د ګډ حکومت دې اختلافاتو؛ حکومت ګوښه  او په نړیوالو ناستو کې یې له ګډون محروم کړی، چې په دې لړ کې تېره ورځ د «ناټو» د اویایمې کلېزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته هم د ګډحکومت هیڅ چارواکی نه وو بلل شوی.

اوس دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې دی څو دسولې په اړه دخلکو نظریات واخلي، نوموړي دحکومتي چارواکو پرځای له قومي مشرانو سره په مشورو تمرکز کړی، څو ورځې وروسته به په قطر هېواد کې دواړه اړخونه یوځل بیا سره جرګه شي، څېړونکې داځل له بعضو توافقاتو، اولاسلیکونو هم خبر ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button