[د نړۍ لومړۍ وداني مکة المکرمه] پنځمه برخه

لیکنه: نورالله عرفان

مکې مکرمې ته دخلکو راتګ لومړۍ بلنه:

قدرمنو معززو !

کعبه شریفه چې د (ډبرو”تیږو)  يوه خونه ده؛

 نو خلک د هغې د عبادت لپاره څنګه راځي ؟!

قدرمنو!  کعبې شریفې ته د خلکو راتګ او بلنه په لاندې ډول وه:

حضرت ابراهيم  (علیه السلام) ته الهي امر وشو چې:

 خلک مکې مکرمې ته په حج کولو سره خبرکړه.

 الله (ج) کې فرمايلي:

(وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا ) سورت الحج ” ایات (۲۷)

ژباړه:

په خلکو کې د حج د آداء کولو لپاره غږ وکړه! چې تا ته به د هر ځای څخه پياده او پر پښو حاجيان راشي.

حضرت ابراهيم (علیه السلام)  وويل:

ای زما کریمه خدایه! زه  په کومه طریقه ټول خلک خبر کړم؟!

او زما  آواز به ټولو خلکو ته څنګه رسېږي؟

د الله تعالی(ج) لطرفه ورته و ويل شول:

 يا ابراهيم (علیه السلام!) پر تا اواز او ناره دی؛ ته پر اواز کولو مأمور یې؛ او تر خلکو پورې رسول زما کار دی .

قدرمنو لوستونکو!

حضرت ابراهيم (علیه السلام) د عرفات  لوړ غرته  ته لاړ ؛ او دحج کولو په راتلو سره يې ناره کړه : اې خلکو!

 د بيت الله شريفې؛ حج  پر تاسې لازم دى، دالله تعالی امر دی بیت الله شریفې ته راځئ!!

 له همدې کابله عرفات

 دحج په شعائرو کې راغلى؛ او له ځنګړو  ارکانو نه یو ځانګړی رُکن هم دى؛

 ځکه چې: عرفات د خلکو د حج کولو لپاره داعلان او خبرتيا ځاى دى.

په يو بل روايت کې دي چې: د مقام ابراهيم پر ډبره ودرېدى او همدغه غږ يې وکړ.

اوس نو د الله تعالی (ج) د امر سره سم حضرت ابراهيم (علیه السلام) په حج کولو سره اعلان وکړ، او الله تعالی (ج) دغه د ده آواز تر مشرقه او مغربه او د دنیا هر کونج ته و رساوه .

همدا ډول الله (ج) د ټولو انسانانو په زړونو کې د کعبې شريفې مېنه، محبت، تعظيم او تکريم ور واچاوه.

بيا د دنيا د اطرافو څخه د کعبې شریفې د عزت او حج کولو لپاره خلک راتلل؛ خاصتاً د جزيرة العرب څخه په ډلو ډلو خلک همېشه ورته را تلل.

مسلمانانو به حج، او د الله تعالی (ج) عبادت به يې کاوه؛ هر کال حج کېدو د کعبې شريفي عزت او احترام کېده.

قدرمنو!

په دغه وخت کې ټول عرب مسلمانان وو،  او ټول په یو دین وو؛

دا د الله (ج) قدرت و؛ کنې، د هيڅ انسان په وسه نه ده پوره چې:

د ډبرو جوړې شوې کوټې ته دي دومره عزت او اعتبار ورکړی شي؛.

 اوس نو کعبه شريفه معززه شوه

او د ابراهيم (علیه السلام) دين نشر شو، او د يو الله (ج) عبادت په خلکو  کې شروع شو، ټول عرب د حضرت ابراهيم (علیه السلام) پر دين وو.

د سیرت او د تاریخ له کتابونو

نور بیا ………….

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button