(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۴)
یو ځل بيا ګډو ځواکونو په پکتيکا ولايت کې عمليات کړي چې پر مهال يې ملکي وګړو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
راپورونه وايي، دغه عمليات تيره شپه د نکې ولسوالۍ مربوط په عاشقي کلي کې ترسره شوي چې د پلټنو پر مهال د ګڼو کورونو دروازې ماتې شوي، څلور کورونه يې په بشپړ ډول ويجاړ کړي دي.
د ځايي اوسيدونکو په وينا، ګډو ځواکونو لومړی له کورونو ځينې خلک ايستلي او وروسته يې دوولس کسان په ډزو وژلي چې ټول ملکي وګړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه هم ګډو ځواکونو د دغه ولايت د اورګون ولسوالۍ اړوند په پيرکوتي سيمه کې د (عبدالرحمن، خالد، ګل داور خان، شريعت ګل، طاهر او رفيع الله) په نومونو شپږ تنه ملکيان په ډزو ووژل او خلکو ته يې مالي تاوانونه واړول.
له تيرو څو مياشتو راهيسې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې د ملکي خلکو د وژنې لړۍ روانه ده چې يوازې په تيرو دوو ورځو کې يې د پکتيکا، غزني، پکتيا او هلمند ولايتونو کې نږدې څلوېښت ملکي وګړي وژلي، ګڼ نور يې ټپيان کړي او هغوی ته يې مالي زيانونه اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو، یوناما او بشري حقونو بنسټونه د ملکي وژنو په اړه په خپلو راپورونو کې ډيری مهال ورته ډول تلفاتو ته ځای نه ورکوي او تر ډيره طالبانو ته د ملکيانو مرګ ژوبله منسوبوي.


















