جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

افغانان د سولې روانو خبرو ته لېواله دي!

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اپریل 3, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
84
ځلې شریک شوی
115
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لېکنه: اول خــان “اکـبـر”

دا چې سوله د هر مؤمن مسلمان غوښتنه او اړتیا ده، چې بې له سولې د یوه انسان یا یوه ژوندي ژوي ژوند کم سری او نیمګړی دی. خدای پاک د سولې په اړه زموږ په خوږ کتاب قرانکریم کې فرمایلي: (وَالصُّلْحُ خَيرٌ ) ژباړه: په صلح کې خیر ده. ( النساء / ۱۲۸  )

دا هم ولولئ

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

 اسلام هغه سپېڅلی او مقدس دین دی، چې تل یې پر خپلو پیروانو د سولې، امن، ورور ګلوۍ او په ټولو چارو کې د منځلاریتوب غوښتنه کړې. نو مسلمان ته هم لازمه ده چې د اسلام دې غوښتنې ته لبیک ووایي .

د اسلام ستر لارښود حضرت محمد (ص) د سولې، ورور ګلوۍ او په انساني ټولنه کې د ښه ژوند تېرولو ښه بېلګه کېدای شی.

که موږ د اسلام مبارکې کلمې معنا وڅېړو، نو د عربي ژبې (سِلم) څخه اخېستل شوې چې د سولې، امن او ورور ګلوۍ معنا لري. نو ځکه موږ ویلی شو چې اسلام د سولې،  امن او ورورګلوۍ دین دی.

دا چې په افغانستان کې د تېرو څو کلونو راهسې جنګ او جګړه روانه ده، چې له امله یې زموږ ډیری هېوادوالو خپل ورونه، پلارونه، خویندې، میندې او اولادونه پکې له لاسه ورکړل، په زرګونه نور ټپیان او په میلیونونه کډوالۍ ته اړ شول، په زرګونو پېغلې د پلار په کور کونډې شوې، په زرګونه میندې او پلارونه د خپلو اولادونو په ویر چیغې تر اسمانه ورسولې؛ تر بل هر چا افغانانو د سولې لپاره ډېره قرباني ورکړې او سولې ته ډېر تږي او لېواله دي.

دا چې په وروستیو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د امریکا د بهرنیو چارو ځانکړي استاذي زلمي خلیلزاد په منځګړیتوب تر بل هر وخت د سولې خبرې ګړندۍ شوې او افغانان یې سولې ته خوشبینه کړل.

د افغان سولې په تړاو مونږ د څو هېوادوالو نظرونه راخستي، چې دلته یې د نمونې په توګه د څو تنو نظرونه را اخلو.

جمیل رحمان: یو تن ښوونکی یم، د افغان سولې په تړاو زما نظر دا دی، مونږ په افغانستان کې داسې سوله غواړو، چې د پردیو لاسوهنه پکې نه وي او د افغانستان ګټې پکې خوندي وي. لکه تیر ته په کتو چې ډاکټر صیب نجیب الله کوم شان سوله غوښته هماغه شان ونه شوه، د هغه په څېر سوله نه غواړو چې د افغانستان بربادۍ پکې وي، د افغانستان د پرمختګ مخه ډب کوي او د افغانستان وګړي د دې حالت څخه لا سخت حالت ته بوځي.

قریب الرحمان: د پکتیا پوهنتون د ژورنالېزم د څلورم ټولګي زده کونکی یم، مونږه بین الافغاني سوله غواړو، مونږ داسې سوله غواړو چې زمونږ د هېواد مشران، سیاسیون او ټول وګړي پکې برخه واخلي، مونږ داسې سوله نه غواړو چې امریکا او طالب دې سره کیني په سوله دې توافق وکړي او مونږ دې پکې خبر هم نشو، مونږ د دایمي او تل پاتې سولې غوښتونکي یو.

کرامت الله اخلاص یار:  یو تن ژورنالېست یم، زما په نظر که چېرې افغان دولت غواړي چې په افغانستان کې یوه بین الافغاني او دومداره سوله قایمه شي، نو خبرې دې د پردیو په واک کې نه ورکوي، بلکې افغانان دې په خپله مشري واخلي.

جان اغا: د کابل یو تن اوسېدونکی یم، مونږ د یوې داسې سولې غوښتونکي یو، چې مالکیت او مشري یې د افغانانو په واک کې وي او د افغانستان راتلونکي نسل ته پکې خیر ورسیږي، نه داسې د تېرو کلونو په څېر چې مشري یې د نورو په واک کې وي او د هغوی ګټې پکې پالل کېږی او قرباني یې مونږ افغانان ورکوو.

نعیم ارین: یو تن خبریال یم، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې روانې دي، مونږ هم د دې خبرو پایلو ته خوشبین یو، په دې هیله چې افغانان د دایمي سولې څښتنان شي او هیله مو دا ده، چې په دې پروسه کې سیاسي احزاب، مدني فعالان، علمأکرام، عام خلک او ټول ولس پکې شامل وي.

د پورتنیو نظرونو په تائید زموږ ډیری هېوادوال تربل هر څه د دوامدارې سولې او امن غوښتونکي دي او له دواړو خواوو ( افغان دولت او وسله والو طالبانو ) غواړي چې د بین الافغاني، د افغانانو په مالکیت او د افغانانو لپاره د دایمي سولې په پار کار وکړي.

  د یو آباد، سوکاله، ښېرازه، پرمختللي او سوله ییز افغانستان په هیله

مخکینې مطلب

ملګري ملتونه: افغانستان کې ۷،۶ ميلیون کسان غذايي خونديتوب نه لري

بل مطلب

پکتيکا : يو ځل بيا د ګډو ځواکونو عملياتو کې دوولس ملکيان وژل شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com