خلیلزاد: موږ نن د یوه ټول شموله افغان ټیم پر ضرورت خبرې وکړې

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په ارګ کې د حکومتي چارواکو په ګډون له یو شمېر نورو سیاسي مشرانو سره لیدنه کړې ده

زلمي خلیلزاد تر دې لیدنې وروسته په یوه ټویټ کې ویلي، چې موږ د یو ټول شموله افغان ټیم په ضرورت خبرې سره وکړې

د خلیلزاد په ټکو: ” ما د اشرف غني، عبدالله عبدالله، حامد کرزي، سرور دانش، محقق، عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني، خلیلي، داودزي، رحیمي، او ابراهیمي سره وکتل او د یو ټول شموله افغان ټيم په اړتیا مو بحث سره وکړ؛ څو د دوحې مجلس ته هم امادګي ونیول شي، او هم افغان ولس ته د سولي د عاجلي غوښتنې ته ځواب ووایو”

زلمی خلیلزاد د خپل شپږني سفر په ترڅ کې درې ورځې کیږي، چې په کابل کې دی او دلته یې د سولې په اړه له ډیر شمیر سیاسي مشرانو او چارواکو سره لیده کاته کړي دي

نوموړی تیره ورځ کندهار ته هم د قومي مشرانو سره د لیدنې په موخه تللی وو

خلیلزاد به د خپل دې سفر په اخر کې له طالبانو سره هم جرګه کیږي او تمه ده، چې دا ځل به دواړه لوري په یوه نهایي پریکړه موافقه سره وکړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button