يتيم او خياط :
لیکوال : امين وردګ
سرې سترګې ، وچې شونډې ، ببر سر او شلېدلې جامې د خياطۍ دروازې ته و دريد ؛ خياط پوښتنه ترې وکړه : هلکه څه غواړې ؟ ماشوم ناړې تېرې کړې او غږ يې په ستوني کې بند بند شو ، وايي : کاکا! هغه زما رخت درسره دى ؟ خياط ورته وويل : هو! خو لامې جامې نه دي درته ګنډلې ، ځکه چې خلکو رختونه ډېر راوړې او زما شاګردان هم کم دي ؛ خو ځه اختر ته خو لا څو ورځې پاتې دي ، درته ګنډم يې ان شاءالله ، مه خفه کېږه ؛ د ماشوم خبرې سلګيو واخيستلې او وايي : که خفه کېږې نه نو د جامو پر ځاى (له همغه رخت نه) بيرغونه راته وګنډه ؟
خیاط لکچې سم پوه نه شو او ورته ويې ویل : له هغه رخت نه کله څوک بیرغونه ګنډي ؛ لېونی یې که د نشه کړې ؟
د ماشوم له سترګو مړې مړې اوښکې لاندې د ګرېوانه لوري ته تویې شوې.
خیاط چې په دغه وخت کې د خلکو جامې قيچي کولې او قیچي یې هم په ګوتو کې وه نو ورته ځير شو او یو په یو يې پوښتنه ترې وکړه چې : ولې ګرانه ! ولې ژاړې ؟ که جامو ته خفه وې خو ومې ویل چې ارومرو يې تر اختره پورې درته ګنډم ان شاءالله ، که بله کومه خبره وي هم و وایه او بل دا چې : بیرغونه څه کوې؟
ماشوم سوک په سترګو تېر کړ او بیا یې وویل : پلار ، مور او مشر ورور مې شهيدان شول د هغوى قبرونو ته جنډۍ ترې جوړوم ! ما ورمنډه کړه او بې اختياره مې ماشوم په غېږه کې ټينګ کړ ؛ ماويل ګرانه ! زه د پلار او دغه خياط د ورور يو ، هېڅ غم مه کوه ، هغوى ته دعاګانې وکړه ، موږ او تاسو ټول مرو ! ماشوم راته وايي “کاکا جانه ! زه پوهېږم ، ماته ټول خلک همدا خبره کوي ، خو هېڅوک مې پلار او یا مې ورور نه شي کېدای” خياط هم ورته راوړاندې شو او ورته وايي ” مه ژاړه ګرانه ! زه به دوه جوړه ښکلې جامې هم درته وګنډم ، بیرغونه هم درته ګنډم او پیسې هم نه درنه اخلم خو مه ژاړه”يتيم ماشوم ورته وايي ” کاکا جانه ! چې پلار او مور مې په قبرونو کې وي ؛ نو زه ښکلې جامې څه کوم ؟ پرېږده چې همداسې شلېدلې او خيرنې جامې و ګرزم ، همداسې ښه يم چې د دښمنانو زړونه یخ شي “الله ! څه وخت د دوکان فضا سکوت ونيوه ، له هر کونج نه به يوازې سلګۍ را پورته کېدلې !ماشوم ما په غېږه کې ټينګ نیولی ؤ خو اوښکې مې بیخي نه تم کېدلې او یو مخ مې بدن لړزې اخيستی ؤ! اوف خدايه ته خو د ظالمانو نه اقتدار واخله چې دا دظلم لوښي ټول په هغه بل مخ چپه شي بيا مې زړه راټول کړ او ماشوم ته مې وويل : پلار ، مور او مشر ورور د چا درته شهيدان کړل ګرانه ؟ ماشوم راته ويل چې کاکا جانه ! هغه مخکې ورځو کې چې کافرانو بمبار وکړ ؛ نو زموږ کور يې هم په بمونو او راکيټونو وويشت ، وينې يې ؟ دا دى ! دغه لاس مې هم شين دى ګوره !زه هم تر خاورو لاندې وم ، بيا کليوالو را و ايستم ، وړوکې خورکۍ مې هم خلقو له خاورو را و ایستل او هغه هم ټپي شوې ده.
اخ ـ اخ ! څومره دردوونکې !
مال هغه چيرې ده ګرانه ؟ وايي هغه مې ماما ورسره بوتله او زه دلته په کاليو پسې راغلم ، اوس مې د پلار ، مور او مشر ورور قبرونو ته ورځم او هلته ښه ډېر ورته ژاړم چې زړه مې لږ تش شي ، کاکاجانه ! زړه مې له چيغو ډک دى ، ځم هلته چيغې ورته وهم ، نور مې پرېږده کاکاجانه !
په دغه وخت کې نو زموږ سلګۍ هم تمې نه شوې ، زه او خیاط دواړه غبرګ اوښکې ورته تويوو ځکه چې دغه حالت ته هېڅ سترګې وچې نشوای پاتې کېدلای.
ماشوم یو مخ خپلې ګيلي کوي او زیاتوي…چې : خو ولې يې زما پلار ، مور او ورور راته شهيدان کړل ؟ ولې يې زما وړوکې خورکۍ ټپي کړه ؟ ولې يې موږ تر خاورو لاندې کړو ؟ ولې موږ په خپلو کورونو کې نه پرېږدي ؟ ولې تاسو زموږ غم نه خورئ ؟ ولې ستاسو اولادونه مور او پلار لري او موږ يې نه لرو ؟ ولې يې هغه زموږ زوړ خاورین کور هم راته ړنګ کړ ؟ کاکا ! ولې ځواب نه را کوې ؟ ولې کاکا ؟ هېڅوک زما خبرې نه آوري ! هېڅوک زما ځواب نه راکوي ! هېڅوک موږ نه خوشاله کوي ! زه دا څو ورځې له هر چا نه دا پوښتنې کوم ، خو هېڅوک ماته ځواب نه راکوي ! ولې کاکا ؟
کاکا!
هغه وخت چې پلار او مور مې ژوندي وو موږ ته به هر چا خندل ، خو اوس ولې هر څوک راته ژاړي ؟
ولې مو خلک ژړوي ؟ ولې مو خوشالۍ ته نه پرېږدي ، ولې ؟
دومره مې په یاد دي چې ماشوم دېوال ته مخ ور واړولو او بیا یې دوه دری (۲/۳) واره غبرګ سوکان ورکړل او له هغه وروسته په چيغو ـ چيغو کې بېرته له دوکان نه و وت.



