د امریکا او ترکیې تر منځ نوی تاوتریخوالی

د امریکا او ترکیې تر منځ یو ځل بیا نوی تاوتریخوالی راپیدا شوی دی
دا تاوتریخوالی وروسته له هغه پیدا شو کله چې ترکیې له روسیې څخه ” اس ۴۰۰” دفاعي توغندي رانیول
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس تیره ورځ کانګریس ته په وینا کې ترکیې ته خبرداری ورکړ، چې ترکیه دې د ناټو او روسیې تر منځ یو انتخاب وکړي
د مایک پنس په وینا، که ترکیه له روسیې سره نزدې والی غواړي نو دا به په ناټو کې د ترکیې غړیتوب له خطر سره مخ کړي
ترکیې د امریکا د مرستیال ولسمشر د دې خبرو په غبرګون کې توند غبرګون ښودلی
د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د مایک پنس د خبرو په ځواب کې وایي، امریکا دې هم پرېکړه وکړي چې له ترکیې سره د متحد هیواد په توګه پاتې کیږي او که دې دوستي ته ګواښ پیښوي
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ناټو عمومي منشي د امریکا کانګریس ته په وینا کې ویلي وو، چې روسیه د دوی لپاره یو خطر ده



