بغلان او جلال اباد کې چاودنې شوي

نن له غرمې وروسته د بغلان په پلخمري او جلال اباد ښار کې چاودنې شوي دي

دواړو چاودنو کې ځاني تلفات اوښتي خو کره شمیر یې لا هم نه دی معلوم شوی

د بغلان ولایتي چارواکو هم پیښه تائید کړې او ویلي یې دي چې دا چاودنه په یو مارکیټ کې رامنځته شوې او یو تن ډاکټر یې وژلی دی

د صحي چارواکو په وینا چې ۱۳ تنه ټپیان د پیښې له ځایه وروړل شوي چې دوه زنانه او دوه ماشومان هم پکې دي

همدا رنګه د جلال اباد ښار ملنګ جان څلور لارې کې هم د یوې چاودنې له امله تلفات اوښتي دي

دا چاودنه په یو موټر ترسره شوې ده

د پیښې له ځایه سیمییز روغتون ته درې تنه ټپیان وروړل شوي دي

د چاودنو مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخستی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button