وحی دغزل/طالب الهام

ستا په سردې تورحجاب اولوپټه شي

زمادې هسکه پرجهان دننګ شمله شي

زه یې څنګه اراده دڅښلو وکړم

جام دمیو خلط دزهرو په پیاله شي

نه به دادوخت ابلیس سرپه سجده شي

که جهت ورته منسوخ لکه قبله شي

که حرمت یې مفضي نوای معصیت ته

نوپکارده چې لاشونه یې مُثله شي

نو بیا وحی دغزل راوړي زړګي ته

باغ دفکر چې سمسور لکه لاله شي

 

که اخته شوې په معصیت طالب الهامه

جهنم ته به دې لنډه فاصله شي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button