حامد کرزی: بین الافغاني غونډې به له حکومتي استازو پرته هم روانې وي

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، که افغان حکومت د قطر غونډې ته خپل استازي وهم نه لیږي بین الافغاني خبرې به ونه دریږي
نوموړي چې له امریکا غږ سره په تازه څرګندونو کې دا خبرې کړي، زیاته کړې چې سولې ته د رسیدو پخاطر به دا ملي پروسه دغسې جاري وساتي
د حامد کرزي په وینا چې حکومت باید له تدبیره کار واخلي او د قطر غونډې ته خپل استازي ولیږي خو طالبان بیا په هېڅ ډول له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه دي
حامد کرزی دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې تیره ورځ یې په ارګ کې له زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي
د ځینو راپورونو په اساس د تیرې ورځې په غونډه کې د زلمي خلیلزاد د خبرو سره ځینو افغان چارواکو مخالفت وښود چې خلیلزاد یې په وړاندې پیغورانه لهجه وکاروله او ویې ویل، تاسو ځکه د سولې مخالفت کوئ چې په جګړه کې مو قربانیان نشته



