زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته خپل سفر ځنډولی

ټاکل شوې وه، چې زلمی خلیلزاد به نن له کابل څخه اسلام اباد ته سفر وکړي خو نوموړي خپل دا سفر ځنډولی دی
د پاکستان د باندېنیو چارو وزارت ویلي، چې خلیلزاد په کابل کې د زیات مصروفیت له امله ونشوای کړای چې اسلام اباد ته راشي
د سرچینې په وینا چې نوموړی به سبا( د جمې په ورځ) اسلام اباد ته راشي او هلته به د دې هیواد له لومړي وزیر عمران خان او یو لړ نورو چارواکو سره وګوري
زلمی خلیلزاد د شپږم سفر په دې پړاو کې ۴ ورځې په کابل کې تم شو او د دولتي چارواکو په ګډون یې له سیاسي مشرانو سره هم ولیدل
نوموړی به د دې سفر په وروستۍ شپو کې قطر ته ولاړ شي او هلته به له طالبانو سره خبرو ته کیني



