امریکا د نړيوالې جنايي محکمې د څارنوالې “فاتو بن سوادا” ويزه لغوه کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۶)

د نړيوالې جنايي محکمې څارنوالې “فاتو بن سوا دا” ويلي چې امريکايي چارواکو ورباندې د څارنوالۍ ويزه لغوه کړې ده.

د نړیوالې جنايي محکمې څارنوالې رويټرز خبري اژانس ته ويلي، د هغې د ويزې ختمول دا معنا نه لري چې نور به امریکا ته سفر نه شي کولی په وينا يې د ملګرو ملتونو اړوند کارونو لپاره کولی شي امریکا ته سفر وکړي.

که څه هم د جرمونو نړيواله محکمه د ملګرو ملتونو مربوط نه ده خو د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د نړيوالو ادارو غړي کولي شي په ديپلوماتيکي ويزه امریکا ته سفر وکړي.

څه موده مخکې د امریکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو ويلي و ، امریکا به د نړيوالې محکمې د هغو غړو ويزې لغوه کړي چې غواړي په افغانستان کې د امریکايي او نړيوالو ځواکو د جنګي جرمونو څيړنو لپاره امريکا ته ولاړ شي.

نړيوالې جنايي محکمې يو کال مخکې په رسمي ډول اجازه ترلاسه کړه چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه شوې د شويو ادعاو څيړنه وکړي.

دغه راز فاتو بن سوا دا وايي، د هغو جنګي جرمونو څيړنه به کوي چې امریکايي، نړيوالو او په ځانګړي ډول سي آی ای په افغانستان کې په پټو زندانونو کې ترسره کړي دي.

د امریکايي ځواکونو په شمول سي آی ای، ناټو ځواکونو، بليک واټر تر څنګ د افغان حکومت اړوند ځواکونو هم په افغانستان کې جنګي جرمونه ترسره کړي او لا هم دغه لړۍ روانه ده چې هره شپه پکې ملکي خلک وژل کيږي او زورول کيږي خو تر اوسه  د جنګي جرمونو نړيوالې جنايي محکمې په دې اړه هيڅ غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button