کرکټ لوبډله کې نوی بدلون او په وړاندې یې غبرګونونه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټي نن په یوه خبري غونډه کې په ملي لوبډله کې د یو حیرانووکي بدلون خبر ورکړ

د غوراوي کمیټي د پرېکړې له مخې اصغر افغان د ملي لوبډلې له مشرۍ ایسته شوی او په ځای یې درې لوبډلمشران ټاکل شوي دي

د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا پاڼه کې راغلي: “د یو ورځنیو لوبو لپاره ګلبدین نایب د لوبډلمشر او ورسره راشدخان د مرستیال لوبډلمشر، د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان او ورسره مرستیال لوبډلمشر شفیق الله شفق او د ټېسټ لپاره رحمت شاه او ورسره مرستیال لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ټاکل شوي دي.”

د کرکټ بورډ د دې پرېکړې په اړه زیات منفي غبرګونونه راپارېدلي او دا یې یوه په غیر مناسب وخت کې نا مناسبه پرېکړه بللې ده

د سوشل میډیا د کارکوونکو په ګډون د ملي لوبډلې دوو تنو مهمو لوبغاړو ( راشد خان او محمد نبي) هم دا پرېکړه سمه نه ده بللې او ویلي یې دي، چې تر نړیوال جام مخکې داسې ګام پورته کول په لوبډله بد اثر پریباسې

دوی دواړو ویلي، اصغر افغان یو وړ لوبډلمشر وو او باید په ځای پاتې شي

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان په کرکټ بورډ کې هم وخت ناوخت د تبعیضي چلند را

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button