د مالي جهاد فضیلتونه

لیکوال: مشفق خالد
هر مسلمان چي د مال په مصرف جهاد او د الله ج ددین دفاع کوي له الله ج څخه دهغې په بدل کې دهغه رضا او د رحمت په مېلمستون یعنې جنت کښې له نېکانو سره دګډ ژوند غوښتونکی وي، د مجاهدینو جهادي ضروریات ورپوره کوي او دهغوی دکورونو ساتنه او څار په ټول توان سره کوي نو الله ج به دده ټولې غوښتنې دلورېیني له مخې ورپوره کړي او په مال دولت کښې به يې برکت او نما نازله کړي.
الله ج فرمایي:
مَثَلُ الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ أمْوَالَهُمْ فِي سَبِیْلِ اللَّهِ کَمَثَلِ حَبَّةٍ أنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي کُلِّ سُنْبَلَةٍمِاْئةُ حَبَّةٍ وَاللَّهُ یُضَاعَفُ لِمَنْ یَّشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعُُ عَلِیْمُُ(۲۶۱) سورم البقرة
ژباړه:
کوم خلک چې خپل مالونه د الله ج په لاره ( جهاد) کې لګوي، د هغوی مثال داسې دي لکه چې یوه دانه وکرل شي او له هغې نه اوه وږي زرغون شي او په هر وږي کښې)(۱۰۰) دانې وي، پدې ډول کله چې دالله ج خوښه شي د چا نېکو اعمالو ته همدا راز وده ورکوي هغه هم درزقونو پراخوونکی او هم دعلم څښتن دی.
( چې نیت يې روڼ او سپېڅلی وي الله ج پوره باخبره دی او دلوی علم څښتن دی د هېڅ یو چا نیت او عمل له ده پټ نه دی دالله ج له ارادې او خو ښې سره سم به تردې هم لوی ثواب ورته ورکړي.
عن ابن عمر (رض) قال لمانزلت (مَثَلُ الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ أمْوَالَهُمْ فِي سَبِیْلِ اللَّهِ کَمَثَلِ حَبَّةٍ أنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي کُلِّ سُنْبَلَةٍمِاْئةُ حَبَّةٍ وَاللَّهُ یُضَاعَفُ لِمَنْ یَّشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعُُ عَلِیْمُُ(۲۶۱) سورم البقرة)
قال:رسول الله صلی الله علیه وسلم رب زد أمتی فنزلت اِنما یوفي الصابرون أجرهم بغیر حساب؟ رواه ابن حبان
ژباړه:
حضرت عن ابن عمر (رض) له نبي علیه السلام څخه روایت کړی دی هغه مهال چي د سورة بقره دا آیة نازل سو (مَثَلُ الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ أمْوَالَهُمْ فِي سَبِیْلِ اللَّهِ کَمَثَلِ حَبَّةٍ أنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي کُلِّ سُنْبَلَةٍمِاْئةُ حَبَّةٍ وَاللَّهُ یُضَاعَفُ لِمَنْ یَّشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعُُ عَلِیْمُُ(۲۶۱) سورم البقرة)
نو نبي علیه السلام دعا وکړه یا الله زما د أمت ثواب نورهم ورزیات کړه الله ج دده دعا قبوله کړه د سورة الزمر دا آیت نازل سو. اِنَّمَا یفوَفِّي الصَّابِرُوْنَ أجْرُهُمْ بِغَیْرِ حِسَابَ..
ژباړه. په تحقیق سره هغه کسان چې په ډېرو ترخو شېبو يې صبر وکړ دهغوی ثواب به دانساني فکر له حساب څخه ډېر زیات وي
خریم بن فاتک رض له نبی علیه السلام څخه روایت کړی دی چې کوم خلک چې دالله ج په لاره کښې (جهاد) کښې یو دینار ولګوي دالله ج په دفتر کښې به په (۷۰۰) چنده ولیکل شي.. رواه نسائي والترمذی
ابوهریرة رض له نبی علیه السلام څخه روایت کړی دی چې (د معراج په شپه کښې) نبی علیه السلام ته یو بوراق راوستل شو چې دهغه یو قدم دسترګو د دید په مقدار لرې کېښودل کېدو، نبی علیه السلام له ملګري حضرت جبریل علیه السلام سره یو ځای په سفر روان وو، د دې سفر په اوږدو کښې په یوه ټولي خلکو راغلل چې په یوه ورځ مقدار کښې به دوی زرع او کرونده وکړه او په همدغه ورځ کښې به پوخ او ورېبل چې لو به کړل شوه، په هغه ځای به بیا په هغه مقدار کرونده ولاړه وه، نبی علیه السلام له ملګري پوښتنه وکړه چې الله ج څوک راته وښودو؟ جبریل امین ورته وویل: چې دا مجاهدین دي د هغوی داعمالو د ثواب زیاتېدونکی مقدار دروښودل شو چې یوه نېکي يې الله ج په اوه سوه (۷۰۰) چنده قبلوي او کوم مالي مصرفونه چې په جهاد کښې کوي د هغوی په ځای الله ج نور مالونه بېر ته ورکوي.
فائدة:
ددې خبرې ریښتونوالی له هغو مخلصو مسلمانانو وپوښتئ چې دښه نیت له مخې يې له مجاهدینو سره مرسته کړي وي چې الله ج دهغو مصرف شویو مالونو په ځای نور له برکته ډک مالونه څومره ورکړي دي..
نو ای لوستونکيه! ته فکر وکړه! چې الله ج په موږ څومره لوی احسانونه کړي او کوي يې! …
ای لوستونکيه! د خپل رب فرمانبردار اوسه! ددنیا لږ تکلیفونه وزغمه! او د آخرت له برخې ځان برخمن کړه!…
الله ج دي موږ ته په شه نېک مخلص نیت سره توفیق راکړي چې دحق دپلویانو او حقیقي مجاهدینو سره دخپل وس مطابق پراخه مرسته وکړو او دالله ج له دره ددې ستر فضیلت برخه په نصیب شي…
آمین ثم آمین



