پاکستان د هند ۳۶۰زندانيان خوشې کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۷)

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دغه هیواد کې د هندوستان ۳۶۰ زندانيان خوشې کوي.

خبر زياتوي، د دغه زندانيانو له ډلې ډيری يې هغه ماهي نيونکي دي چې په غير قانوني توګه د پاکستان اوبو ته داخل شوي او پاکستاني ځواکونو نيولي دي.

پاکستان د دغه زندانيانو د خوشې کولو اعلان پرون د جمعې به ورځ کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل پرون خبريالانو ته وويل، چې د هندي زندانيانو  خوشې کول به په څو پړاوونو کې ترسره شي چې په څلورو مرحو کې به ټول خوشې شي.

د محمد فیصل په وينا، د يادو زندانيانو د زندان موده پوره شوې ده.

د هندي کشمير تر واک لاندې پلواما سيمه کې په هندي پوځيانو تر برید وروسته د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکې ترینګلي شوي چې شنونکي د پاکستان تازه اقدام  د اړيکو رغولو یوه هڅه بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button