کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل)
د بادغيس ولایت ولايتي شورا د دې ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ دسقوط خبرورکړی.
د بادغيس د ولايتي شورا غړي ناصر نظري ويلي چې طالبانو د بالامرغاب ولسوالۍ مرکز او امنيه قومندانۍ ودانۍ نيولي دي.
نظري وويل چې طالبانو نن له غرمې وروسته ياده ولسوالي نيولې ده او اوسمهال يې د امنيتي ځواکونو په دريم کنډک بريدونه پيل کړي دي.
هغه وويل چې په ياد کنډک کې شاوخوا ۴۰۰ تنه امنيتي سرتيري د طالبانو له لوري کلابند دي.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي هم څو شيبې وړاندې په خپله ټویټر پاڼه وليکل چې د بالامرغاب ولسوالۍ مرکز يې نيولی دی او طالبان مخ پروړاندې روان دي.
د بادغيس يو شمير امنيتي سرچينو رسنيو ته د بالامرغاب سقوط منلی او ويلي يې دي چې طالبانو له تيرو دوو ورځو راهيسې په ياده ولسوالۍ جګړه پيل کړې وه خو ولايتي ادارې تردې دمه څه ندي ویلي.
د بالامرغاب د سقوط راپورونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې تيره ورځ د افغانستان هوايي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې په طالبانو هوايي بريدونه هم کړي وو او تازه دم سرتيري يې هم ولېږل خو بيا هم د ولسوالۍ په ژغورلو ونه توانېدل.
یادونه بایدوکړو چې وسلوالو طالبانو ددې ولایت آبکمري ولسوالۍ بیګاه ونیوله اوپه لسګونو مسلح سرتیري یې هم ونیول، طالبانو په دې وروستیوکې دهېوادپه لر اوبرکې خپلو بریدونوته زور ورکړی دی، دکتونکوپه ویناکه مذاکرات کومه نتیجه ورنکړي دهوا په ګرمېدو سره به دهېواد لراوبر ددولتي ځواکونو لپاره خونړی حالت غوره کړي.


















