ټرمپ:امریکا ته نور غیر قانوني کډوال نه پرېږدو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی دی چې هېواد یې نور ډک شوی دی او غیر قانوني کډوالو لپاره ځای نه لري. ټرمپ دا خبره د امریکا په جنوب کې د مکسیکو پولې ته د سفر پر مهال کړې ده. ټرمپ چې پرون یې د کلیفورنیا په سرحدي ښار کې له یو شمېر چارواکو سره خبرې کولې دغه راز هغو کسانو ته په خطاب کې چې په امریکا کې په غیر قانوني توګه اوسي وویل، بېرته په خپله خوښه لاړ شئ. ټرمپ ویلي، د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې سرحدي امنیت جدي نیولی دی او څو پورې چې خپلې موخې ته رسېدلی نه وي هیڅ ډول فشار ته به غاړه نرمه نه کړي.
داپه داسې حال کې ده چې څوورځې وړاندې ټرمپ مکسیکوته جدي اخطار ورکړی وو، چې امریکاته باید دغیرقانوني کډوالو مخه ونیسي کنه پوله به ورسره وتړي، ټرمپ دخپلوانتخاباتي کمپاینونو پرمهال له مکسیکوسره پر پوله دېوال وهل، اوله افغانستان څخه دخپلو فوځیانو ویستل خپل مهم اهداف بلل چې لایې هم په دریځ کې بدلون نه لیدل کېږي.



