والي صيب! نور له خولې سره احتياط کوه

انجنیر عمیر ویاړ
د یو څو ورځو راهیسې طالب جنګیالیو د بادغیس ولایت پر بالا مرغاب ولسوالۍ یرغل وکړ، جګړه پیل شوه د بادغیس والي ملکزی خپلو مورال بایللو اجیرو عسکرو ته د مورال ورکولو په موخه اعلان وکړ چې که طالبانو دغه ولسوالي ونیولای شوه زه به ځان وژنه وکړم.
د والي دې اعلان پر ځای د دې چې د ده مورال بایللو عسکرو ته مورال وروبخښي برعکس د طالب جنګیالیو احساسات یې نور هم راوپارول او خپلې جګړې ته یې لا شدت ورکړ څو وګوري چې والي څومره رښتینی دی، همغه و چې طالب جنګیالو ورو ورو په جګړه کې پرمختګ وکړ او بالآخره یې د بالامرغاب ولسوالي ونیوله او د نیولو تصدیق هم په ولسي جرګه کې د بالامرغاب د خلکو استازی او هم دفاع وزارت وکړ.
خو د دې لپاره چې د بادغیس والي د خلکو له ملامتیا ځان وژغوري او د ځان وژنې له درواغجن تعهد نه ځان وژغوري او خپلو عسکرو ته هم شرمنده نشي په ولسي جرګه کې د بالامرغاب د خلکو د استازی د اعلان برعکس یې په ډیرې بې شرمۍ سره د لمر په دوه ګوتو د پټولو هڅه وکړه او په ډیر وقاحت سره یې وویل چې دا خبر حقیقت نلري چې ګوندې بالامرغاب ولسوالي طالبانو نیولی، خو د آزادي غږ راډیو خبریال ورڅخه وپوښتل چې په ولسي جرګه کې د بالامرغاب د خلکو استازی او دفاع وزارت وایی چې ولسوالي په مکمله توګه سقوط کړی او اوس د طالبانو په لاس کې ده په دې کې تاسې څه وایاست؟
والي وویل چې دا حقیقت نلري بلکې طالبانو یوه پخوانۍ زړه ودانې محاصره کړې وه چې هغه محاصره مو هم خلاصه کړه.
حال دا چې تیره ورځ د آزادي راډیو له لاري دفاع وزارت اعلان وکړ چې بالامرغاب ولسوالي دولتي ځواکونو بیرته له طالبانو ونیوله چې دا خبره د دې ښکاره ثبوت دی چی ولسوالي طالبانو نیولې وه خو حکومتي ځواکونو بیرته ونیوله.
او بله همه خبره داده چې د حکومتي ځواکونو لخوا بیرته نیول خو ټولو افغانانو ته جوت دی چې کله هم طالبان کومه ولسوالي ونیسي او یا کوم ولایت لکه کندز او غزنی نو طالبان ترې هر ډول نظامی او غیر نظامی عمده وسایل او وسایط ټول وباسي بیا یې بیرته د بمباریو او ملکي خلکو ته د تلفاتو د مخنیوي په موخه پخپله خوشي کوي، نو حکومتي ځواکونه تر هغې پورې ننداره کوي خو چې کله هم پوه شي چې طالبان په مکمل ډول له ولسوالۍ ووتل نو له هغې وروسته په تشه ولسوالۍ ورمنډې کړي خپل بیرغ پرې پورته کړي او اعلان وکړي چې دادی ولسوالي مو بیرته ونیوله!؟!؟!
دا د دې لپاره چې له یوه اړخه ځانونه قوي وښئي او له بله پلوه له حکومت او امریکایانو مالي امتیازات ترلاسه کړي.
نو د بالامرغاب ولسوالي هم طالبانو ونیوله ټول وسایل یې ترې انتقال کړل نو ځکه که د بادغیس والي رښتیا هم ځان ته غیرتي وایی باید چې ځان ووژنه وکړي او که نه یې کوي نو په راتلونکې کې دې خپلې خولې سره احتیاط کوي.



