لوګر: هوایي برید کې ولسي کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۸)
د ملکي تلفاتو په لړ کې نن له لوګر ولایت څخه هم د ملکي مرګ ژوبلې په اړه خبر ورکړل شوی دی .
د ولایتي شوری غړي عدالت عبدالرحیمزي هم د ملکي کسانو وژل تائید کړي دي.
د عبدالرحیمزي په وینا، چې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۴ تنه ملکیان وژل شوي دي.
په وژل شویو کې درې ته ملکان ( قومي مشران) دي.
دا برید د لوګر ولایت مرکز پادخواپ شانې نومي سیمه کې شوی دی.
د لوګر ولایت امنیه قومنداني هم د برید تائید کوي خو وایي، چې دا برید د بهرنیو ځواکونو لخوا ترسره شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي، بلکې یوازې په تیره اونۍ کې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



