ایت الله خامنه يي: عراق دې له خپل هېواده امریکايي ځواکونه وباسي

کابل ټکی کام ( یک شنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۸ل)

د ایران یو وتلي مذهبي مشر ایت الله عالي خامنه يي و یلي چې عراقي دولت دې خپل هېواد کې میشت امریکا يي ځواکونه له هېواده وباسي ځکه چې ټولې ستونزې په هرځای کې ددوی له شتون څخه پېښيږي.

له دینه وړاندې هم عراقي دولتي چارواکو ویلي وو چې دوی اوس مهال د امریکا يي ځواکونو شتون ته اړتیا نلري چې موخه يې دا وه چې باید امریکایان له دې هېواده ووځي.

یو ځل ټول امریکایان له عراقه ووتل خو کله چې دې هېواد کې حالات کړکیچن شول بیرته د وخت د لومړي وزیر په غوښتنه امریکایان عراق ته ولاړل.

د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه یي د عراق له لومړي وزیر عادل عبدل سره په لیدنه کې ویلي، څومره ژر چې کېږي امریکايي ځواکونه له خپل هېواد وباسئ.

دده په خبره امریکايي ځواکونه چې څومره ډېر په یوه خاوره کې پاتې کېږي دومره په هغه هېواد کې ستونزې جوړوي چې بیا یې ایستل ګرانېږي.

هغه زیاته کړې امریکا په سیمه کې تر عراق ور اخوا نورې سترې موخې لري او حضور یې د ټولې سیمې په زیان دی.

ایراني چارواکو تر دې وړاندې هم په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د حضور په اړه دغه ډول اندېښنې څرګندې کړې دي.

امریکا او ایران دوه هغه رقیب هېوادونه دي چې ترمنځ يې اړیکي ترینګلې او د ایران هېواد اوس هم د امریکا له لوري له یو لړ بندیزونو سره مخ دی او داسې فکر کیږي چې ښايي نور بندیزونه هم پرې ولګیږي.

ایراني مشرانو تل د امریکا ضد موقف غوره کړی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ددوی د پوځي حضور په هکله نیوکې کوي.

له بل پلوه امریکا له دې سره سره چې ایران د اټومي وسلو په تولید تورنوي پردې هېواد د ترهګرو د ملاتړي هېواد تور هم لګوي ځکه تیره ورځ داسې راپورنه خپاره شول چې امریکا د ایران انقلابي سپاه پاسداران پوځ په ترهګریزو ډلو کې شاملوي.

امریکا همېش دخپل واک اوځواک دبقا لپاره په نورو قدرت مندو هېوادونو بندیزونه اوتورونه لګولي، ایران اوشمالي کوریا دوه هغه هېوادونه دي چې دامریکا دهرګواښ ځواب یې په ورته ګواښ ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button