عمرداودزی: په راروانه ناسته کې دحکومت په ګډون لوړ پوړی پلاوی طالبانو سره ګوري
کابل ټکی کام ( یک شنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۸ل)
دافغانستان د سولې شورا د دارالانشا رییس عمر داودزی وایي، د حکومت په ګډون به یو لوړپوړی افغان پلاوی د قطر ناستې ته لاړ شي.
اوله طالبانو سره به په جوړېدونکې ناسته کې برخه واخلي، هغه نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، استاد سیاف به د یوې کمېټې په مشرۍ له طالبانو سره د خبرو په برخه کې تر چهارشنبې پورې د خبرو اترو په تړاو د افغانستان سرې کرښې راټولې او د وري میاشتې په ۲۱مې دائرېدونکې ناستې ته روښانه کړي. داودزی وايي چې تر راتلونکې چهارشنبې به له طالبانو سره د حکومت د مذاکره کوونکې ډلې لست هم په ډاګه شي.
داپه داسې حال کې ده چې دافغانستان دقضیې دحل لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد داوو ممالکو په سفر بوخت دی او په راتلونکو څو ورځو کې به دطالبانو له مذاکراتي ټیم سره یوځل بیا جرګه شي.
داچې دافغانستان اوسنی حکومت دمذاکراتو له سیاسي هڅو ناخوښ ښکاريده، اوامریکا دخپل شکست دپټېدا لپاره دروانې جګړې سیاسي حل ته په تمه وه، نوځکه یې حکومت دېته مجبور کړ تر څو طالبانو سره خپل مذاکراتي ټیم دطالبانو دغوښتنو په اساس حاضر، اوددې قضیې دحل لپاره هراړخیز بحث ته چمتو کړي.



