طالبانو په قطر کې دجوړېدونکې ناستې په اړه وضاحت ورکړ
کابل ټکی کام ( یک شنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۸ل)
په قطرکې د راروانې غونډې په اړه وسلوالو طالبانوله خپل رسمي ادرس څخه دبعضو مهمو موضوعاتوپه اړه وضاحت ور کړی دی،طالبان وايي
داچي دقطر هیواد په مرکز دوحه کي د رواني میلادي میاشتي په نیمایې کي یو بین الافغاني کانفرانس جوړیدونکی دی دوی یې په اړه لاندې وضاحت له هیواد والو سره شریکوي:
۱ ــ یاده ناسته یو داسي کانفرانس دی چي ګډونوال به یوازي خپل نظریات او پالیسي پکي بیانوي او خپل دریځ به ترنورو رسوي یاد کانفرانس هیڅ کله د مذاکراتو کومه غونډه او مجلس نه دی.
۲ ــ په یاد کانفرانس کي به دکابل اداري په نمایندګي څوک ګډون نه کوي که دماسکو دمخکیني کانفرانس په ډول دکابل ادارې کوم اړوند څوک دګډون کونکو په لیست کی نیول شوی وي، هغه به یوازي په شخصي ډول شرکت کوي او شخصي نظر به وایې.
۳ ـــ څرنګه چی یاد کانفرانس په افغانستان کي دسولي دراتګ او دمختلیفو لوریو یو دبل نظر اوریدلو په موخه جوړیږي نو که یې کوم ګډونوال دچا ناخوښه او یا هم مستحق نه وي هغه له خپل جهت څخه معرفي شوی او په هغوی پوري اړه لري داسلامي امارت انتخاب نه دی.
یادونه باید وکړوچې څو ورځې وروسته طالبان دوه مهمې غونډې لري، اوله ناسته یې له افغان سیاسیونوسره ده، اودوهمه غونډه چې کتونکي یې له لاسته راوړنو ډکه بولي، له امریکايي مذاکراتي ټیم سره کېدونکې ده.



