ننګرهار: جلال اباد ښار کې چاودنې نهه کسانو مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۹)
څو شيبې وړاندې د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند د ښځو چارو رياست پارک ته څيرمه چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې نهه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، چاودنه د امنيې قوماندانۍ د مالي امیر پر موټر شې چې له امله يې يوپولیس وژل شوی او د يو پوليس د ټپي کيد تر څنګ اووه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دا په تيره يوه اوونۍ کې څلورمه که پنځمه چادنه ده چې په ښار کې ترسره کيږي او د پوليسو تر څنګ ملکي خلکو ته هم پکې مرګ ژوبله اوړي.
پرون هم په د حج اوقافو ريات ته څيرمه د ټولګټو رياست په يوه موټر کې چاودنې درې تنه ټپيان کړي او له هغې یوه ورځ مخکې هم په دوو غبرګو چاودنو کې له شلو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه راز تيره اوونۍ په ملي بس کې هم چاودنې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
تر اوسه د دغه چاودنو مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی او ښاريان ورته ډول چاودنې د استخباراتو او داعش ډلې کار بولي.
د جلال اباد ښاريان وايي، که څه هم په وروستيو کې د دغه ښار امنيت اوردو ته سپارل شوی خو اوردو هم د ښار امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلې چې خلک يې اندېښمن کړي دي.



