اذربایجان افغانستان ته د ناټو اکمالاتي لاره تړلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۹)
روسي رسنيو راپرو ورکړی چې اذربایجان هيواد افغانستان ته د ناټو اکمالاتي لاره تړلې ده.
راپوز زياتوي، له تيرې مارچ مياشتې راهيسې ناټو الوتکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د دغه هيواد هوايي حريم څخه افغانستان ته اکمالات وکړي.
تر دې مخکې به د ناټو غړي المان الوتکو له دغه هيوادوه الوتنې کولې او په مزارشريف ښار کې به يې د خپلو سرتيرو اکمالات کول.
دغه راز المان هم تاييدوي چې د پخوا په پرتله يې له اذربایجان څخه افغانستان ته اکمالات کم شوي او اوس يوازې په اوونۍ کې یوه الوتنه مزار شريف ښار ته لري او د خپلو پوځيانو اکمالات کوي.
تر اوسه معلومه نه ده چې اذربایجان ولې د ناټو پر غړي هيواد اکمالاتي لاره تړلې خو المان وايي، افغانستان کې د خپلو پوځيانو د اکمال لپاره به پر نورو لارو چارو غور کوي.
څو کاله مخکې ناټو د اذربایجان له لارې افغانستان ته خپل ديرش سلنه اکمالات کول.
دا مهال د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د اذربایجان د سل پوځيانو په شاوخوا کې او د المان له دوولس سوو زيات پوځيان په افغانستان کې ديره دي.



