د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته طالبانو برید کړی دی
د یاد برید په نتیجه کې امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي دي.
امنیتي سرچینو د برید تر څنګ د تلفاتو تائید هم کړی دی
امریکا غږ ته یوې پټې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي، چې د طالبانو په دې برید کې ۳ تنه پولیس وژل شوي، ۳ تنه ټپیان دي او دوه تنه طالبانو له ځان سره ژوندي بیولي دي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دې برید په اړه ټویټ کړی دی
نوموړی وایي، چې په برید کې ۶ پولیس وژل شوي او دوه تنه نور یې ژوندي نیولي دي
مجاهد زیاتوي: ” ۱ پیکا، ۱ راکټ، ۱ کارمولی ټوپک، ۳ کلاشیکوفونه، ۳ نارنجک او ډیر مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلي.”
د پکتیکا د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد ارین بیا د یو پولیس وژل کیدل او د بل ټپي کیدل مني
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو په بریدونو کې زیاتو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي
دا په داسې حال کې ده، چې حکومت د طالبانو په خلاف د خالد په نوم عملیات اعلان کړي او طالبانو د تیر په خلاف تر اوسه نوي پسرلني عملیات نه دي اعلان کړي


















