بغلان: د دریو پلونو د جوړېدو کار پیل شو

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ادارې له لوري د دې ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې د دریو پلونو د جوړولو کار پیل شوی دی

د دغه پلونو په جوړیدو سره به ښار ته د دې ولایت د شپږو ولسوالیو خلکو د تګ راتګ لاره اسانه شي

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا د رئیس حاجي اول خان په وینا چې په دې پلونو به تر ۳۵ میلیونه افغانیو زیات لګښت راځي

اول خان وایي، د دې پروژې له پیلیدو سره به شپږ میاشتې د ورځې ۰۵ کسانو ته د کار زمینه مساعده شي

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د دې ولایت په مرکز پلخمري کې ۴۲ متره پول ګټې اخستنې ته وسپارل شو

دا پول چې د ۲۷ نیم میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شو، ۳ زره کورنیو ته تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شوې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button