امریکايي پوځ: د بګرام پروني بريد کې د درې امريکايي عسکرو وژل، درې نورو ټپي کيدل ومنل

پرون ماذیګر د پروان په بګرام ولسوالۍ کې پر بهرنيو ځواکونو سرتيری بريد ترسره شو چې هغوی ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي واي، برید پرون د دوشنبې په ماذيګر د يادې ولسوالۍ په يادپل سيمه کې پر بهرنيو پوځيانو شوی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پرون کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې بريد د بګرام هوايي ډګر درېيمې دروازې ته نږدې د دوی د يوه سرتيري بريدګر (نصيب الله الياس) له خوا ترسره شوی دی.
د مجاهد په وينا، بريد د فيلډر موټر په وسيله چې په زياته اندازه چاوديدونکي توکي پکې ځای پرځای شوي و د امريکايي ځواکونو په ټانګونو شوی، چې دوه ټانګونه په مکمله توګه ویجاړ، شپږ امریکايي عسکر وژل شوي، څلور نور ټپيان دي.
په افغانستان کې ميشتو امريکايي ځواکونو په يوه بيان کې په پروني بريد کې د درې امریکايي عسکرو وژل کيدل او درې نورو ټپي کېدل منلي دي.
په بيان کې راغلي، په پرونۍ چاودنه کې یو قراردادي هم وژل شوی دی.
تر اوسه د امريکا پوځ په چاودنه کې د وژل شويو او ټپي شويو عسکرو هويت نه دی په ډاګه کړی.
بګرام هوايي ډګر او پوځي اډه په افغانستان کې د بهرنيانو تر ټولو ستر پوځي مرکز دی چې وخت ناوخت د طالبانو له خوا تر توغنديزو بريدونو لاندې راځي او ډير کله په دغه ولسوالۍ کې ګزمې ته راوتلي بهرنيان د طالبانو له خوا د سرتيرو بريدونو هدف ګرځي.



