هلمند: ګډو ځواکونو درې ميرمنې له ځان سره وړي؛ قومي سپينږيري د ژر خوشې کولو غوښتنه کوي

شاوخوا درې شپې مخکې ګډو ځواکونو د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه مربوط په باباجي سيمه کې عمليات کړي چې پر مهال يې دوه ملکي وګړي وژلي او درې تنه ميرمنې يې له ځان سره وړي دي.
دغه عملیات د باباجي سيمې د کوپکې په کلي کې شوي چې د يادې کورنۍ سپينږيرو د يوه لاريون په ترڅ کې له چارواکو غوښتنه وکړه څو ژر تر ژره دې ميرمنې خوشې کړي کنه د هلمند امنيت د خرابيدو مسؤليت به د چارواکو په غاړه وي.
د يادې کورنۍ يوه سپينږيري رسنيو ته وويل، (د شپې دوولس بجې عسکرو چاپه شروع کړه دوه بجې يې ختمه کړه زياتوي کله چې له چاپې وروسته يې وکتل ميرمنې يې په لوڅ سرونو او لوڅو پښو د کوکنارو په کښت کې کش کړي او له ځان سره يې وړي دي.)
د هلمند خلکو د يادې پيښې په تړاو سخت غبرګون ښودلی او لسګونه کسانو د لاريون په ترڅ کې د نه خوړو اعتصاب کړی او د باباجي د ماموريت مخې ته راټول شوي وايي، د والي او چارواکو يې غوښتنه وکړه تر هغې چې زنداني شوې ميرمنې راخوشې نه شي له ياده سيمې به ولاړ نه شي.
دغه راز نن هم په یوه لوی لاریون کې د زنداني شويو ميرمنو د خلاصون او د حکومت پرضد شعارونه ورکړل شول.
د هلمند د باباجي سيمې یوه قومي مشر د هلمند والي یاسين خان ته د تيليفون پر کرښه ويلي، چې ژر تر ژره ميرمنې ايله کړي او که اولسونه ورپسې راووتل نو بيا به يې مخنیوی د ده تر وسه هم وتلی وي.
دا لومړی ځل نه دی چې ګډ ځواکونه د شپنيو عملياتو پر مهال له ځان سره ميرمنې وړي بلکې تر دې مخکې يې په ميدان وردګو ولايت او له هغې وړاندې يې په ورته ډول عملياتو کې ميرمنې او ماشومان وژلي او له ځان سره وړي دي.
پوځي شنونکي وايي، جنګونه او جګړې خپل اصول لري چې پکې د عامو خلکو، ميرمنو او ماشومانو د ژوند خيال ساتل دي، نه دا چې لکه افغان او بهرني ځواکونه چې هره شپه د هيواد په بيلابيلو سيمو کې عمليات کوي او تر ډيره يې هدف ملکي وګړي وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button