د طالبانو تازه بريدونه، د نورو حملو خبرداری او د عسکرو مرګ ژوبله
راپورتاژ: عبدالرحمن
که څه هم طالبانو د نوي کال د پسرلنيو عملياتو اعلان نه دی کړی خو په ټول هيواد کې يې د بهرنيو او دولتي عسکرو پر ضد خپل عمليات پراخ کړي چې هره ورځ پکې درځنونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوړي.
طالبانو تيره اوونۍ د بادغيس په بالامرغاب او آبکمري ولسواليو پراخ بريدونه وکړل چې د ځايي خبري سرچينو په وينا له سلو زيات عسکر پکې وژل شوي او په همدومره شمير نور طالبانو ژوندي نيولي دي.
دغه راز طالبانو تيره ورځ په افغانستان کې د بهرنيانو په تر ټولو ستر پوځي مرکز (بګرام هوايي ډګر) ته څيرمه د يوه سرتيري بريد په ترڅ کې بهرني ځواکونه په نښه کړل چې د طالبانو په وينا په ياد بريد کې دوه ټانګونه ویجاړ، شپږ عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
طالبان وايي، پرونی سرتيری بريد د نصيب الله الياس په نوم د یوه سرتيري بريدګر له خوا چې خپل فيلډر موټر يې له چاوديدونکو توکو ډک کړی و ترسره کړی.
د امریکا پوځ په يوې بيانيې کې ، د بګرام په پروني بريد کې د خپلو څلورو سرتيرو وژل کيدل او درې تنو نورو ټپي کيدل منلي دي.
له بله پلوه تازه خبر وايي، چې طالبانو تيره شپه د کندهار ولايت شورابک او بولدک ولسواليو تر منځ په يوه پوځي قرارګاه بريد کړی چې لسګونه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار امنيتي سرچينې وايي، په شورابک کې په بيګانۍ حمله کې اوولس عسکر وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان دي.
د کندهار د والي وياند عزیزاحمد عزيزي د طالبانو حمله تاييدوي خو د نظاميانو د تلفاتو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.
طالبانو بيا رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې ويلي، په شورابک کې يې يوه قرارګاه په مکمله توګه نيولې د (اخيرالله، ميراجان، تاج محمد او عبدالصمد) په نومونو څلور قومندانان او نهه ديرش عسکر وژل شوي او اته تنه نور طالبانو ژوندي نيولي دي.
طالبان هم مني چې په بيګانۍ جګړه کې د دوی څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
همداراز طالبانو ادعا کړې چې تيره شپه يې د بادغيس، د سنګ آتش ولسوالۍ مربوط په چشمه دوزک سيمه کې پر يوې قرارګاه، او شاوخوا پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې د قرارګاه د قومندان په شمول شپاړلس عسکر وژل شوي، دولس ټپيان دي، او ديارلس نور طالبانو ژوندي نيولي دي.
طالبانو ويلي، په وروستيو بريدونو کې ورته په زياته اندازه وسلې، مهمات او نظامي توکي په لاس ورغلي دي.
دغه راز طالبانو د هيواد په ګڼو ولايتونو کې بريدونه زيات کړي او د ورځې خبره تر عنوان لاندې په يوه مطلب کې چې د دوی رسمي نظر څرګندوي خبرداری ورکړی چې پر نظامي او دولتي تأسيساتو به خپل بريدونه زيات کړي : مجاهدین هوډمن دي چې نور هم خپلو بریدونو ته زور ورکړي،ددښمن تر واک لاندې سیمې هم فتحه کړي او ګران ولس دیرغلګرو او کابل ادارې د وحشت او دهشت څخه خلاص کړي.
د طالبانو د زياتيدونکو بريدونو سره د افغان پوځ په شمير کې کموالی راغلی او د هرې ورځې په تيريدو عسکر خپلې ليکې خوشې کوي او يا هم طالبانو سره يوځای کيږي.



