اروپايي ټولنه وايي، د افغان سولې په برخه کې ضمانت ته تيار دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۰)
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو د افغان سولې په اړه په پرونۍ غونډه کې خبرې کړي دي.
یاده غونډه چې تيره ورځ په لوکزامبورګ کې ترسره شوه په پایله کې يوه ګډه اعلاميه خپره شوه چې بکې د ښکيلو خواوو تر منځ د افغان سولې د ضمانت لپاره تياری ښودل شوی دی.
په اعلاميه کې راغلي، دا چې د سولې خبرې روانې دي او ښايي یوې پايلې ته ورسيږي نو که له اروپايي ټولنې د ضمانت غوښتنه وشي دوی يې د ضامن رول ترسره کولای شي.
دغه راز اروپايي ټولنې ويلي چې دوی د افغان سولې ملاتړ کوي او هڅه به وکړي څو د تل لپاره په دغه هيواد کې سوله راشي.
ټاکل شوې چې د روانې مياشتې په وروستيو کې يو ځل بيا طالبان او امريکايان د قطر په مرکز کې سره جرګه شي او د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.
تر دې مخکې هم د طالبانو او امريکايانو تر منځ پنځه ځلې خبرې شوي چې دواړو خواوو ګټورې بللي خو کومه موافقه پکې نه ده شوې.
تمه ده چې د امریکا او طالبانو راتلونکي پړاو خبرو کې دواړه غاړې يوې موافقې ته ورسيږي او د طالبانو مهمه غوښتنه له هيواده د ټو بهرنيو ځواکونو وتل او امريکا وايي چې دوی بايد له افغان خاورې ډاډمن شي چې ګواښ به ورته نه پيښږي.



