امریکا ته د ایران توند غبرګون

پرون د دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د وړاندیز له مخې د ایران سپاه پاسداران ډله ترهګره وبلله او په تور لیست کې یې شامله کړه
ایران د امریکا د دې پرېکړې په اړه توند غبرګون ښودلی دی
ایراني چارواکو امریکا د نړیوال تروریزم بیلګه بللې او زیاته کړې یې ده، ایران دومره کمزوری نه دی چې د امریکا پښو ته به ولویږي
د ایران د پارلمان غړي نن ټول د سپاه پاسداران په پوځي جامه کې پارلمان ته تللي وو او د امریکا په ضد شعارونه یې ورکول
د ایراني پارلمان رئیس علي لاریجاني پارلمان ته د وینا پر مهال ټرمپ ته په خطاب کې وویل، موږ پوهیږو چې ولې د ایران په وړاندې داسې چلند کوې او بې قراره یې، تا فکر کړی وو چې له اټومي تړونه له وتلو وروسته به په ایران فشارونه وارد کړې خو کامیاب نه شوې
د نوموړي په خبره چې امریکا د ایران په وړاندې ماته خوړلې او په ورته کارو سره غواړي خپله ماته جبران کړي
د ټرمپ له دې پرېکړې وروسته تیر ماخستن د ایران دولتي تلویزون هم د غبرګون په شکل کې د امریکا دا کار د نړیوال قانون خلاف عمل وباله او زیاته یې کړه چې د ایران امنیتي عالي شوری هم د امریکا پوځي قوتومه د ترهګر سازمان په توګه پیژني
دا لومړی ځل دی چې امریکا د بل هیواد یوه پوځي ډله په تور لیست کې شاملوي



