عمران خان: دافغان قضیې دحل لپاره امریکا سره هر رنګ همکارۍ ته تیاریو

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۸ل)

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغان سولې په برخه کې امریکا ته د پاکستان د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. نوموړي ویلي د افغان کړکېچ د سوله ییز هواري یوازینۍ لار سیاسي خبرې دي او وایي، د طالبانو په ګډون له ټولو لوریو سره د سولې خبرې به ښې پایلې ورکړي. نوموړي دا خبرې په اسلام اباد کې د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ له مشر جنرال کینتهن مګنبر سره د لیدنې پر مهال کړې دي. هغه یاد امریکایي چارواکي ته ویلي چې هېواد یې د افغان  سولې برخه کې رغنده رول لوبولی دی او له دې وروسته هم پوره همکاریو ته چمتو دي. نوموړی دا خبرې وروسته تر هغه کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی وو او په یاد هېواد کې یې له یو شمېر چاروکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې کړې وې او ترې یې د پوره او کارنده همکارۍ غوښتنه کړې وه.

 

داپه داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی وو، نوموړی اوس مهال دافغانستان له وتلیو سیاسیونوڅخه دسولې په اړه په نظر اخیستنې بوخت دی، خلیلزاد به څو ورځې وروسته طالبانو سره یوځل بیا په قطر کې جرګه شي، دالامالومه نده چې داپړاو مذاکرات به څو ورځې دوام وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button