ملي دفاع وزارت سږني پیل شوي پسرلني الخالد عملیات بریالي بولي او وایي چې وسلوال پکې ځپل شوي
د یاد وزارت په وینا چې ډیرې سیمې یې له طالبانو څخه نیولي دي
دفاع وزارت دا ادعا په داسې وخت کې کوي چې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې تقریباً هره ورځ د لسګونه سرتیرو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کیږي
همدا رنګه د څو ولسوالیو په ګډون پوستې او قرارګاوې هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي
طالبانو خپلو بریدونو ته په داسې حال کې زور ورکړی چې تر دې دمه یې د نویو عملیاتو اعلان نه دی کړی
د حکومت له لوري د خالد په نوم عملیاتو د پیلیدو سره سم د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې راپورونه هم زیات شوي او یوازې په تیره یوه اونۍ کې د هیواد په بیلا بیلو برخو لسګونه ملګي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې


















