محصلین: دپوهنتون لیلیه مودحکومتي چارواکوپه مېلمستون بدله شوې

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۸ل)

 

د کابل پوهنتون مرکزي لیلیه د مناسبتي مجالسو ګډونوالو ته وقف شوې ده.

د کابل پوهنتون محصلان وایي سره له دې، چې په دې لیلیه کې د اعاشې او نورو بیلابیلو ستونزو سره مخ دي له تېرې څه مودې راهیسې یې د اوسیدو ځایونه د حکومت له خوا هغو کسانو ته ورکول کیږي، چې له ولایتونو څخه د حکومت په مناسبتي غونډو کې د ګډون په هدف راځي.

محصلان وايي، حکومت له ولایتونو څخه د سولې او نورو مناسبتونو په نامه کابل ته ځوانان را غواړي او د کابل پوهنتون په لیلیه کې د اوسیدو ځایونه ورکوي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې دوی دا کار له حکومت او ملي پروسو سره د همکارۍ په نیت کوي.

 

یادونه باید وکړو چې دهېوا له ډېرو ولایاتو ورته راپورنه رارسېږي، څو ورځې وړاندې دغزني ولایت له یوې لیسې څخه ښځینه استاذانو رسنیو ته خپل شکایت کړی وو چې دلیسې په بام یې عسکرو پوسته جوړه کړې، اونشي کولی چې زدکونکې اواستاذانې په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.

همدارنګه څو ورځې وړاندې بعضو رسنیو راپور ورکړ چې په لوګر ولایت کې دهېواد داوسني ولسمشر دکلي لېسه ددولتي ځواکونه په پوسته بدله شوې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button