ليکنه: غورځنګ
دا چې نږدې څو مياشتې مخکې د امريکايانو او طالبانو تر منځ د افغان کشالې د حل لارې د راوېستلو لپاره ګډ مذاکرات پیل شول چې په دې مذاکراتو کې افغان دولت هم هڅه وکړه تر څو يې سهم پکې معلوم وي، خو دا چې طالبان له خپل دريځ نه، نه تېرېدونکي خلک دي نو په همدې اساس يې په مذاکراتو کې د افغان دولت شتون رد کړ او هېڅ اعتنا يې ورته ونه کړه، په همدې اساس افغان دولت هڅه کوي تر څو له هرې لارې چې وي، د طالبانو غچ له افغان ولس څخه واخلي، نو ځکه د مذاکراتو له پيل راهيسې هره ورځ د ملکي تلفاتو شمېره زياتېږي او بيا په ډېر ښکاره ډول وايي چې عام ولس خو نه دی وژلی بلکې طالبان مو وژلي دي.
خو دا چې په اسلامي او نړيوالو ټولو قوانينو کې د جګړې اصول داسې دي چې ښځې، ماشومان، سپين ږيري او غير جګړه مار خلک له هر ډول مسؤوليته خلاص دي يعنې د جنګ يو لوری هم نشي کولی چې پورته يادو شويو خلکو ته زیان ورسوي.
مګر هغه ډله چې دغه ډول قوانين نه مراعتوي، هغه نړيوال مجرمين بلل کېږي. نو دا چې تېره شپه افغان دولت او په اصطلاح ګډو ځواکونو د هلمند په نادعلي کې عامو وګړو ته کوم تلفات اړولي او بيا يې په ډېره بې رحمۍ او بې غيرتۍ دوه ښځې له ځان سره وړي دي؛ تر ټولو ستر او نه توجيه کېدونکی جنايت دی.
دغه ډول جنايت په هېڅ انساني قانون کې د بښنې وړ نه دی، بلکې عاملين يې بايد اشد مجازات ومومي.
خو دا چې افغان دولت د امریکا د يرغليز پلان له مخې منځته راغلی دولت نو ځکه يې داسې نه توجيه کېدونکی عمل تر سره کړی دی چې له ټولو افغاني، اسلامي او انساني قوانينو څخه سرسخته سرغړونه بلل کېږي.
که د امريکا تاريخ ته ځير شو نو وبه ګورو چې امريکا په تېرو دوو نړيوالو جګړو تر ټولو تور تاريخ لري او د جاپان په هيروشيما او ناګاساکي ښارونو کې يې په ډېره بې رحمانه او وحشيانه توګه اتوم بمونه وکارول چې په ترڅ کې يې په سلګونو زره کسان ووژل. او همداشان په ويتنام کې به امريکايي عسکرو له ويتنامي ښځو څخه د غېږې ماشومان او د دوی تر مخ به يې په ژورو څاګانو کې غورځول.
نو ويلای شو چې امريکا د خپل تاريخي عادت له مخې په خپلو يرغملو هېوادونو کې د هماغو ټولنو تر ټولو بد او بدتر خلک راټولوي او بيا يې مسلح کوي، د مسلح کېدو په ترڅ کې بيا پرې په يرغمله ټولنه کې هر ډول جنايات او اعمال تر سره کوي. چې تر ټولو ښکاره او څرګند مثال يې د کابل منځته راغلې اداره ده.
راځو دېته چې د کابل اداره ولې دغه ډول بريدونه کوي؟ ولې د عامو وګړو ښځې يا په شهادت رسوي او يا يې هم له ځان سره وړي؟
د دې په ځواب کې وايو چې د کابل اداره د خپل بادار په امر دغه ډول جنايات تر سره کوي او بادار يې غواړي چې د دغې ادارې د کارکنانو او افغان ولس تر منځ دښمني ايجاد کړي او په دې ډول د افغانستان جګړه وغځوي.
خو د کابل د ادارې چارواکي بيا هېڅ له فکر او عقل نه کار نه اخلي، هيڅکله هم داسې سوچ نه کوي چې دغه ډول اعمال به په افغاني ټولنه کې څومره زيان ولري. او افغاني ټولنې ته د ښځې عزت او ننګ تر بل هر څه محترم دی. ان تر دې چې د ګاونډي له اجازې پرته خپل بام ته هم نشي ختلی.
نو د کابل اداره بايد تېر تاريخ مطالعه کړي چې ډاکټر نجيب به هم د روسانو په امر او فرمايش دغه ډول جنايات تر سره کول چې بيا يې اخر زور هم له ډاکټر نجيب څخه ووت.
امريکايان خو د چا خبره د دوو پښو خلک دي اخر به وتښتي خو داخليان به بيا د ولس محکمې ته پاتې وي او ولس به بيا د ډاکټر نجيب په څېر برخورد ورسره کوي.
نو په ځغرده ويلای شو چې په افغاني ټولنه کې دغه ډول جنايات نه يوازې دا چې د افغانانو همت ځپلی نه شي بلکې احساسات يې پياوړي کېږي او د شديد انتقام په فکر کې کېږي. ځکه خو په دې ټولنه کې مشهور متل دی، چې مال مو له خپل سر نه ځار او سر مو له ناموسه ځار.















