اشرف غني د امان الله خان د کوم ناتمام فصل د تکمیولو ناکامې هڅې کوي؟

ډاکټر یوسف اکبری

د امریکا په لاس د جوړ  شوي حکومت مشر اشرف غني په مکرر ډول په غونډو کې د خلکو د تېروېستلو په موخه دا شعار پورته کاوه چې ګوندې د امان الله خان نا تمام فصل به تکمیلوي او په دې وسیله یې خلکو ته شنه او سره باغونه په خیالونو کې ورښودل، ځینې ساده لوحو افغانانو+ د اشرف غني خیاطانو هم فکر وکړ چې اشرف غني به رښتیا هم په دې شعار سره  له افغانستان نه جاپان جوړوي.

خو ساده لوح خلک نا خبر له دې چې د اشرف غني د یاد شعار له اصلي موخو څخه یوه موخه هم د بې بندوباره هغو ښځو چې د کمونستانو او پخوانیو غربي مشربو بقایا دي یو ځل بیا لوڅول دي، داسې لوڅول لکه په غربي هیوادونو کې چې لوڅې ګرځي او د دې کار لپاره امان الله خان په اروپا کې له اروپایانو نږدې شپږ میاشتې ټریننګ واخیست او له همغه ځایه یې خپله مېرمن ملکه ثریا نیمه بربنډه په کابل کې له الوتکې راکوزه کړه او سربېره پر دې یې د ښځو یوه لویه غونډه راوبلله او ټولو ته یې بلنه ورکړه او ویې ویل چې زه د یوه پاچا مېرمن یم او له دې وروسته نور دغه ډول نیم بربنډ لباس په تن کوم نو تاسې هم باید له ما پیروي وکړئ او سر له نن نه یې تعقیب کړئ، ډېری یادو ښځو یې دغه له غرب نه راوړي تقلید په پټو سترګو ومانه او د دغو ښځو نارینه و هم دغه بې غیرت توب په ړندو سترګو قبول کړ څو خپل ځانونه او خپلې وظیفې او معاشات له لاسه ورنکړي.

له همغې ورځې د افغانستان په یو اسلامي هېواد او متدین ملت او ولس کې دغه کرغېړنه پدیده مخ په خپریدا شوه آن د ظاهرشاه  او داود خان په عهدونو کې خبره تر مینوژوب راورسېده او بالآخره فحشا عامه شوه.

ورپسې کمونستانو کودتاه وکړه او په هېواد کې یې د ښځو د بربنډتوب غربي کلتور په شرقي کلتور بدل کړ، یعنې همغه بربنډتوب خو په لږ توپیر سره، ورپسې مجاهدینو نږدې شل کاله د شرقي او غبي منحوسو مفکورو پر ضد مبارزه وکړه، تر یو نیم ملیون زیات شهیدان یې ورکړل د نورو کفري پدیدو تر څنګ یې د ښځو د بربنډتوب پدیده داسې ورکه کړه چې نوره په میکروسکوب کې هم نه موندل کېده، خو متاسفانه چې د مجاهدینو د خپلمنځي جنګونو له کبله د مجاهدینو نظام ناکام شو، ورپسې طالبان راغلل او د مجاهدینو ناتمام فصل یې تمام کړ، په دې معنی چې د یو نیم ملیون شهیدانو ارمان یې پوره کړ او یو رښتینی ټینګ اسلامي شریعت یې نافذ کړ  خو دا چې نړیواله ټولنه تل له اسلامي قوانینو سره حساسیت لري نو د طالبانو رژیم یې محاصره وساتلو او بالاخره یې ضعیف او له مینځه یوړ، اوس دا دی یو ځل بیا غربي نظام افغانستان کې مسلط شو خو دا چې غربي شیطاني مفکوره ډېره په ورو او تدریجي ډول پرمختګ کوي او دا یې پالیسي هم ده، نو لومړی ښځې په حجاب کې ورپسې بې حجابه او بیا په پتلونونو کې او بالآخره دا دی تېره ورځ یې په لومړی ځل په یوه دولتي غونډه کې یوه ښکلې پیغله په مینوژوب کې (بې پرتوګه) راڅرګنده شوه. خو باید پوه وو چې: (ان کید الشیطان کان ضعیفا). یعنې د شیطان دسیسه تل کمزورې وي او تر ډېره نه پاتې کیږي.

نو ویلای شو چې طالبانو د مجاهدینو ناتمام فصل تمام کړ او اشرف غني د امان الله خان د ناتمام فصل د تکمیولو په هڅه کې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button